ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زمبابوې سره د کرکټ سياليو لپاره د کرکټ ملي لوبـډله اعلان شوه

زمبابوې سره د کرکټ سياليو لپاره د کرکټ ملي لوبـډله اعلان شوه

author avatar
28 Sep 2015 - 18:19
زمبابوې سره د کرکټ سياليو لپاره د کرکټ ملي لوبـډله اعلان شوه
author avatar
28 Sep 2015 - 18:19

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٤ ): د زمبابوې هېواد کرکټ لوبډلې سره د کرکټ سياليو لپاره دافغانستان د کرکټ ملي لوبـډله اعلان شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرکټ بورډ ټاکونکې کمېټې نن غرمه د زمبابوې ملي لوبډلې پر وړاندې لوبېدونکې افغان کرکټ ملي لوبډله اعلان کړه.

هغه زياته کړه، ټاکل شوې لوبډله به د زمبابوې پر وړاندې پنځه يو ورځنۍ او دوه شل اووريزې سيالۍ ترسره کړي.

هوتک وايي، د زمبابوې ملي لوبډلې پر وړاندې د نړيوالو يو ورځنيو او شل اووريزو سياليو لړۍ ترسره کېږي، نو په شل اووريزه سياليو کې به څلور لوبغاړي د هغو څلورو لوبغاړو پر ځای لوبه ترسره کوي چې د يو ورځنيو سياليو په نوملړ کې دي.

دى وايي، ټاکل شوې لوبډله به له سفر څخه وړاندې د کابل نړيوال کرکټ لوبغالي کې د يوې اوونۍ لپاره تمرينات ترسره کړي او له تمريناتو وروسته به کوربه هېواد ته د لوبېدو لپاره روانېږي.

د هغه په وينا، ملي لوبډله به د رسمي سياليو له پيل څخه مخکې په زمبابوې کې ددغه هېواد پياوړو سيمه ييزو لوبډلو پر وړاندې درې تمريناتي سيالۍ هم ترسره کړي.

له  زمبابوې سره د لوبېدو لپاره اعلان شوې لوبډله په لاندې ډول ده.

اصغر ستانکزى، نوروزمنګل، نور علي ځدراڼ، شهزاد محمدي، نبي عيسى خېل، حشمت الله شهيدي، سميع الله شينوارى، نجيب الله ځدراڼ، شفيق الله شفق، حمزه هوتک، ميرويس اشرف، شاه پور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، افتاب عالم او فريد ملک .

په شل اووريزو سياليو کې به کريم صادق، عثمان غني، رشيد ارمان او ګلبدين نايب زمبابوې ته لېږل کېږي او دهغوى پر ځاى ميرويس اشرف، حشمت الله شهيدي، دولت ځدراڼ او نور علي ځدراڼ له لوبډلې ويستل کېږي.

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.