لښکرګاه (پژواک،٦ تله ۹۴): د هلمند والي وايي چې د دغه ولايت لپاره ځيني لويې پروژې منظورې شوې او په نږدې راتلونکي کې به يې د پلې کېدو چارې پيل شي.
د هلمند والي میرزا خان رحیمي پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په دې پروژو کې د برېښنا او سړکونو جوړولو تر څنګ ځينې نورې بنسټيزې پروژې هم شاملې دي.
هغه وويل چې د دې پروژو په پلې کېدو سره به ډېرو کسانو ته د کار زمينه برابره او په اړوندو برخو کې به د خلکو ستونزې هوارې شي.
د رحيمي د معلوماتو له مخې، د ګرشک او نوزاد تر منځ به ١٥ کيلومتره او د ګرشک او لښکرګاه تر منځ به ٣٢ کيلومتره سړک په اساسي ډول ورغول شي.
ده وويل په پام کې لري چې ډېر ژر له کجکي ولسوالۍ تر لښکرګاه او د کندهار تر ښاره د برېښنا د مزو پروژه هم پلې کړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، پر يادې پروژې ١٢٠ ميليونه امريکايي ډالره لګښټ راځي او دغه پروژه به هغه ستونزې هوارې کړي چې تر دې وړاندې د برېښنا د لېږد په برخه کې يې شتون درلود.
رحيمي وايي چې په دې پروژو کې په لښکرګاه ښار کې د يو درى سوه بستريز روغتون او د روغتيا په برخه کې د انسټيټيوټ جوړول هم شامل دي.
هغه زياته کړه: ((د دې ټولو پروژو قراردادونه په کابل کې شوي دي او د لوی اختر تر وروځو وروسته به يې ګټونکي شرکتونه د پلي کولو چارې پيل کړي.))
ده وويل چې د يادو پروژو د پلې کېدو له چارو څخه به دوى او خلک په ګډه څارنه کوي.
دغه راز د دغه ولایت د فواید عامې ریيس اهل الله عبیدي پژواک ته وويل چې د نوزاد، ګرشک او بُست کلا سړکونه په اساسي ډول د فوايد عامې وزارت له لوري د نړيوال بانک په مالي مرسته ورغول شي.
نوموړي وویل، د ناوې او ګرمسېر ولسوالیو تر منځ ۲۰ کیلومتره او په نادعلي کې ۱۲ کیلومتره د جغل اچونې سړکونو پروژې هم منظورې شوې چې په نږدې راتلونکي به يې د جوړونې چارې پيل شي.
د نادعلي ولسوالۍ د ټولنیزې شورا غړي غیاث الدین پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د سړک جوړونې ځينې پروژې د ملي شورا د غړو او سيمه ييزو چارواکو تر منځ د خپلمنځي ستونزو له امله پاتې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن