ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينې : د کندوز والي اروپا ته پښې سپکې کړې دي

سرچينې : د کندوز والي اروپا ته پښې سپکې کړې دي

author avatar
29 Sep 2015 - 17:39
سرچينې : د کندوز والي اروپا ته پښې سپکې کړې دي
author avatar
29 Sep 2015 - 17:39

کابل (پژواک،٧ تله ٩٤) : يو شمېر سرچينې وايي، د کندوز والي محمد عمر ساپى چې  تاجکستان کې و، اروپا ته تښتېدلى دى.

د حکومت يوې سرچېنې چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ساپى د تاجکستان د ويزې په اخيستلو سره لندن ته د رسېدو په لټه کې دى.

 د تاجکستان په دوشنبه ښار کې يو افغان ډيپلومات په خپله فيسبوک پاڼه کې هم ليکلي، چې د کندوز والي لومړى تاجکستان ، بيا ازبکستان او وروسته ترکيې ته تللى او غواړي چې انګلستان ته  لاړ شي.

همداراز د مشرانوجرګې يوه غړي چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، تاييد کړې چې د کندوز والي انګلستان ته تښتېدلى دى.

 سرچينې وويل : "  بايد ولسمشر هغه کسان د والي او وزير په توګه وګوماري چې لږترلږه کورنۍ يې په افغانستان کې ژوند وکړي."

ويل کېږي، چې د کندوز  د والي کورنۍ له وړاندې په تاجکستان کې ژوند کاوه.

 په داسې حال کې وسله والو طالبانو دوه شپې وړاندې پر کندوز ښار بريد وکړ او پرون مازديګر يې د ښار ټولې سيمې لاندې کړې،چې د کندوز والي په تاجکستان کې و.

د ملي دفاع وزارت وايي،چې نن يې چاڼيز عمليات پيل کړي او امنيه قوماندانۍ، محبس او حوزوي روغتون يې له طالبانو څخه نيولي دي.

 د مشرانو جرګې مشر او يو شمېر غړو په نننۍ غونډه کې د کندوز ښار په سقوط کې د کندوز سيمه ييز چارواکي ګرم ګڼلي، والي او امنيتي چارواکو ته يې د مجازاتو غوښتنه کړې ده.

محمدعمرساپى د ١٣٩٣ کال ليندۍ مياشت کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر په منظورۍ د کندوز والي په توګه وټاکل شو.

 ٤٣ کلن ساپي خپلې لوړې زده کړې د " امنيت او ګواښ مديريت" په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې د انګلستان په "ليستر" پوهنتون کې ترسره کړې دي.

هغه د بلخ ولايت اوسېدونکى دى او د لسو کلونو لپاره د هېواد شمال کې د ملګرو ملتونو سازمان امنيتي مسوول په توګه يې دنده ترسره کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.