ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: کندوز ښار له وسله والو مخالفنيو د پاکېدو په حال کې دى

غني: کندوز ښار له وسله والو مخالفنيو د پاکېدو په حال کې دى

author avatar
29 Sep 2015 - 16:45
غني: کندوز ښار له وسله والو مخالفنيو د پاکېدو په حال کې دى
author avatar
29 Sep 2015 - 16:45

کابل( پژواک ۷ تله ۹۴): ولسمشر وايي،امنيتي ځواکونو د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه له کندوز ښار څخه تکتيکي شاتګ کړی،خو اوس بېرته کندوز ښار له وسله والو مخالفنيو د پاکېدو په حال کې دى.

 وسله والو طالبانو تېره ورځ د کندوز ښار ډېرې برخې ونيوې او اوس هم د دغه ښار ډېرې برخې د هغوى په لاس کې دي .

چارواکي وايي، د کندوز د زندان ٦٠٠ زندانيان هم تښتېدلي چې ١١٠ يې طالبان دي.

حکومتي چارواکي وايي چې د کندوز ښار د بېرته نيولو لپاره يې عمليات پيل کړي، محبس او امنيه قومانداني يې بېرته نيولي دي.

ولسمشر محمداشرف غني نن په کابل کې له امنيتي چارواکو سره په ګډه خبري ناسته کې وويل چې په کندوز ولايت کې د دښمن له خوا رامنځته شوې ستونزه ډېره جدي نه ده .

دى وايي: "له دې سره سره چې په کندوز کې مشکل رامنځته شوی، خو مشکل يې محدود دی... موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې د کندوز ولايت د امنيتي ځواکونو تر مديريت لاندې دى."

هغه زياته کړه: "د ملي اردو يو کنډک بغلان او کندوز ته د رسېدو په حال کې دی، همدارنګه د کورنيو چارو وزارت ځانګړي ځواکونه، کومانډو ځواکونه او نورې قواوې يا کندوز ته رسېدلي او يا هم د رسېدو په حال کې دي."

ده وويل چې  له تېرې ورځې راهيسې د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان ډګر جنرال عبدالحمید د کندوز د عملياتو مشرۍ پر غاړه اخستې او ټول امنيتي ځواکونه تر يوې واحدې رهبرۍ لاندې په عملياتو بوخت دي.

دی وايي: "ستونزه دلته ده چې يو غدار دښمن له ملکي اشخاصو نه سپر جوړ کړی، د افغانستان دولت يو مسوول دولت دی او په خپلو خلکو د ښار په منځ کې بمباري نه شي کولای او نه يې کوي."

خو دی زياتوي چې د امنيتي ارګانونو د ښې همغږۍ په پايله کې د جګړې پر مهال په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې وسله والو مخالفينو ته سخت زيان اوښتی دی.

 دى وايي چې روان کال د امنيتي ځواکونو لپاره سخت کال و خو امنيتي او دفاعي ځواکونو وکولای شول په ښه ډول چارې سمبال کړي.

هغه زياته کړه: "دا جنګ پر موږ تحميل شوی او تاسو ټولو ته معلومه ده چې دا جنګ د يو چا (ملامحمد عمر) په نامه پر موږ تحميل شوی چې له دوو کاله نه زياتر مړ و، لوی ترين دروغ د تاريخ په دې خلکو باندې تحميل شوي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.