ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: طالبانو پر کندوز ښار برېښنا پرې کړې

خلک: طالبانو پر کندوز ښار برېښنا پرې کړې

author avatar
30 Sep 2015 - 14:35
خلک: طالبانو پر کندوز ښار برېښنا پرې کړې
author avatar
30 Sep 2015 - 14:35

کندوز  (پژواک، ٨ تله ٩٤): پر کندوز ښار د بريد او په کې تر دې دمه د روانې جګړې له امله د ژوند او خلکو د اړتيا وړ ټول سيستمونه له منځ تللي دي.

له هغه وخته چې د کندوز ښار د واټونو ولکه له وسله والو طالبانو سره ده، برېښنا له منځه تللې، د اوبو سيستم ګډوډ دی، مخابراتي سيستم په سم ډول کار نه کوي او د ښوونځيو دروازې تړلې دي.

وسله وال طالبان د ښار په واټونو کې په موټرو کې او پلي ګرځي؛ خو د ښار اوسېدونکو ځانونو پسې د کورونو دروازې تړلې دي، د ښار هټۍ بندې دي، راکړه ورکړه او سوداګري ټوله درېدلې ده.

د ښار اوسېدونکي وايي چې ښار ته د وسله والو طالبانو له ننوتو سره سم د برېښنا برج له منځه يووړل شو.

د ښار د امام صاحب بندر اوسېدونکي صفت الله د تلې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شپې ناوخته يې د ډزو غږونه واورېدل، چې ورو ورو جګړه تر ښاره ور ورسېده.

نوموړي زياته کړه: ((مازديګر مهال به و چې وسله وال طالبان ښار ته ننوتل او ورسره په ښار کې په بېلا بېلو برخو کې ګډوډي رامنځ ته شوه.))

د هغه په وينا، ماښام و چې د برېښنا برج ووېشتل شو او په ټول ښار تپه تياره شو.

د ښار اوسېدونکي وايي چې نه يواځې د برېښنا رياست، بلکې د ښار ډېرو دولتي  او غير دولتي تاسيساتو ته اور واچول شو.

د ښار يوه اوسېدونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه وکړه، پژواک ته وويل چې نږدې د ټولو دولتي ادارو او بهرنيو موسساتو سامانونه چور شوي او ځينو ته اور هم اچول شوی دی.

سرچينې زياته کړه چې ټولې دولتي ادارې، ولايت مقام، امنيه قومانداني، دولتي رياستونه د طالبانو د بريد په لومړۍ شپه لوټ کړای شوي دي.

د هغه په وينا، د برېښنا رياست، د ملي امنيت رياست او ځينې نورې دولتي ادارې سوځول شوي دي.

د دغه ښار د مدني ټولنو فعالين وايي چې د جګړې له امله ځينو رسنيزو مرکزونو ته هم زيان اوښتي او ځينې سوځول شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.