کابل (پژواک، ٨ تله ٩٤): د کورنيو چارو وزارت د برېښنايي تذکرو د وېش ادارې د کار کوونکو دندې، چې شمېر يې شاوخوا زرو تنو رسېږي، ځنډولې دي.
د يادې ادارې مشر همايون محتاط پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغو زرو کسانو دندې د کورنيو چارو د وزير په هدايت تېره ورځ ځنډول شوې دي.
د هغه په وينا، د دغه کار لامل دا دى چې نړيوالې ټولنې له دې ادارې سره خپلې مرستې ځنډولې او دغه اداره د تنخواګانو د ورکړې لپاره بودجه نه لري.
دى وايي چې د يادو کسانو مياشتنۍ تنخوا په ټوليز ډول ٨٠٠ زره امريکايي ډالره کېده.
خو د ده په وينا، چې کله د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ بېرته پيل شي، ياد شاوخوا زر تنه به بيا دندو ته را وبلل شي.
په دې اړه د کورنيو چارو وزارت د تېرې ورځې په يو مکتوب کې يادو کارکوونکو ته په خطاب کې راغلي: "د کورنيو چارو وزارت ستاسو له خدمت څخه منندوى دى او ډاډ ورکوي چې د دغه پروګرام د سياسي ستونزو تر حل وروسته، د پروژې د کار او د مرسته کوونکو هېوادونو د مرستو په بيا پيل سره به ستاسو بيا مقررېدو ته لومړيتوب ورکړل شي."
دا په داسې حال کې ده چې د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي د روان کال د غبرګولي په ٢٣مه ويلي وو چې د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره د کورنيو چارو وزارت اړين تدابير نيولي او د دغو تذکرو وېش به د ولسمشر تر هدايت وروسته پيل شي.
د نفوسو د احوال د ثبت قانون چې يادې تذکرې يې له مخې وېشل کېږي، تېر کال د ليندۍ په مياشت کې د ملي شورا له تصويب وروسته ولسمشر توشېح کړ، خو ځينې مدني ټولنې، ګوندونه او د ملي شورا غړي د لاريونونو له لارې نيوکې کوي او وايي چې پر تذکره بايد د "افغان" او "اسلام" کلمې وليکل شي.
خو ځيني نور بيا وايي چې پر تذکره "د افغانستان اسلامي جمهوريت" ليکل کېږي او دغه ليکنه د دې مفهوم لري چې د تذکرې خاوند افغان او مسلمان دى.
د همدې مخالفتونو له امله تر اوسه د تذکرو وېش نه دى پيل شوى او نړيوالې ټولنې هم په دې برخه کې خپلې مرستې ځنډولې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن