ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز والي له دندې ګوښه شو

د کندوز والي له دندې ګوښه شو

author avatar
30 Sep 2015 - 20:33
د کندوز والي له دندې ګوښه شو
author avatar
30 Sep 2015 - 20:33

کابل (پژواک ٨ تله ٩٤): د ولسمشر د يوه حکم له مخې، د کندوز والي محمد عمر صافى له دندې ګوښه او پرځاى يې حمدالله دانشي ټاکل شوى دى.

د ولسمشر اشرف غني په فرمان کې راغلي، چې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواک رياست په وړانديز او د ولسمشر د حکم له مخې، د محمد عمر صافي پرځاى د کندوز ولايت د سرپرست په توګه په مافوق رتبه بست کې د حمدالله دانشي ګومارنه منظور شوې ده.

په فرمان کې زياته شوې، چې دانشي د لوړو زدو کړو او کافي تجربې خاوند دى.

بايد وويل شي، چې حمدالله دانشي تردې وړاندې د کندوز ولايت د مرستيال والي په توګه دنده ترسره کوله.

دا په داسې حال کې ده، چې کندوز ښار له تېرو درېيو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلى او د کندوز د سيمه ييزو سرچينو په حواله، د کندوز والي عمر صافى په دې وخت کې له هېواده بهر په تاجکستان کې و.

د ولسمشر د يو بل حکم له مخې، حميدالله افغان د ننګرهار د ښاروال په توګه ټاکل شوى دى.

د اشرف غني په فرمان کې راغلي، چې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواک رياست په وړانديز او د ولسمشر د حکم پربنسټ، نوموړى په دوهمه رتبه بست کې د ننګرهار د ښاروال په توګه منظور شوى دى.

سرچينې، نوموړى د ماستر په کچه د لوړو زده کړو او کافي تجربې خاوند بللى دى.

 

 

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.