ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: د جګړې ښکېلې غاړې دې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي

ملګري ملتونه: د جګړې ښکېلې غاړې دې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي

author avatar
30 Sep 2015 - 11:38
ملګري ملتونه: د جګړې ښکېلې غاړې دې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي
author avatar
30 Sep 2015 - 11:38

کابل (پژواک، ٨  تله ٩٤): په داسې حال کې چې د کندوز جګړه پراخېږي، ملګرو ملتونو د افغان جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړى چې ملکي وګړي وژغوري او بشري حقونو ته درناوى ولري.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) مشر او د دغه سازمان د سرمنشي بانکي مون ځانګړي استازي نيکولاس هيسم د تلې په ٨مه  د طالبانو له خوا د کندوز ښار تر نيول کېدو وروسته د دغه ولايت پر خراب امنيتي حالت ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د يوناما له دفتره پژواک ته په يوه رالېږل شې خبرپاڼه کې هيسم ويلي: (( له کندوز ولايته د غير قانوني وژنو، تښتونو، د روغتيايي کارکوونکو ځورولو او خلک له روغتيايي اسانتياوو د لرې ساتلو  او په ښار کې د خلکو په تګ راتګ د بنديز د لګېدو په اړه مو راپورونه ترلاسه کړي دي.))

يوناما ويلي، د وروستيو معلوماتو له مخې په کندوز ښار کې تر اوسه سلو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او وېره شته چې  دا شمېره به لوړه شي.

سرچينې زياته کړې چې له تېرو دوو ورځو راهيسې له کندوز څخه شپږ زره کورنۍ کډې کولو ته اړې شوې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د همغږۍ د دفتر مشر مارک باوډين ويلي چې په کندوز ولايت کې بايد د ملکي وګړو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وشي.

هغه له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتي چې د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره ځانګړي اقدامات وکړي.

ملګرو ملتونو يو ځل بيا له افغان حکومت او افغانانو څخه د خپل دوامداره ملاتړ ژمنه کړې ده. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.