ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوځي کاروان له بغلانه کندوز ته روان شو

پوځي کاروان له بغلانه کندوز ته روان شو

author avatar
30 Sep 2015 - 14:11
پوځي کاروان له بغلانه کندوز ته روان شو
author avatar
30 Sep 2015 - 14:11

پلخمري (پژواک، ٨ تله ٩٤): هغه پوځي کاروان چې د کندوز د مرستې لپاره روان و او د طالبانو له خوا يې په بغلان ولايت کې مخه نيول شوې وه، د کندوز پر لور وخوځېد.

طالبانو له کابل او سمنګانو څخه د مرستندوى ځواکونو د حرکت لاره له تېرو دوو ورځو راهيسې د بغلان– کندوز لويې لارې په اوږدو کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د (چهارشنبه تپه) په ساحه کې تړلې وه.

د بغلان ولايتي شورا غړى اسدالله شهباز وايي چې امنيتي ځواکونو درى ځلې عمليات کړي، خو لويه لاره لا هم د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

د بغلان امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالبشير رشيد پژواک ته وويل چې پوځي کاروان په مرکزي بغلان کې درېدلى و چې نن له غرمې وړاندې د کندوز پر لور روان شو او د طالبانو له خوا د رامنځته شوو خنډونو د لرې کولو په حال کې دى.

هغه زياته کړه چې په دغه مسير د تېرې ورځې د نښتو په ترڅ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې چې کره شمېره يې تر اوسه څرګنده نه ده.

سمونوال رشيد د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه بې خبري وښوده.

خو د مرکزي بغلان روغتون د جراحۍ څانګې ډاکتر خليل نرمګوى وويل چې د امنيتي ځواکونو دوه مړي او ١٥ ټپيان د پېښې له ځايه روغتون ته ور وړل شوي چې وروسته ځيني ټپيان د بلخ ولايت د مزار شريف روغتون ته ولېږدول شول.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته په يوه استولي برېښناليک کې وايي چې دا مرستندوى ځواکونه په بغلان ولايت کې په اتو سيمو کې له بريدونو او کمين سره مخ شوي او پر مرګ ژوبله سربېره، اته ټانکونه او درې رينجر موټر ويجاړ شوي او نه دي توانېدلي چې کندوز ته ننوځي.

وسله والو طالبانو درې شپې وړاندې له درنو او سپکو وسلو سره پر کندوز ښار له څو خواوو بريد وکړ او له ١٤ ساعته جګړې وروسته يې د ښار واک ترلاسه کړ.

د کندوز ځيني ښاريان چې بغلان ته بې ځايه شوي وايي چې طالبانو د کندوز- بغلان د عمومي سړک پر سر کانټينر اېښى، د خلکو او موټرو د ننوتلو مخنيوى کوي چې له امله يې دوى د کليو او اوږدو واټونونو له وهلو وروسته بغلان ته رسېدلي دي.

له بلې خوا د بغلان د مرکز پلخمري د ډنډ شهاب الدين سيمې اوسېدونکي وويل چې طالبانو تېره شپه په دې سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو څلور امنيتي پوستې نيولې او سوځولې دي.

د ده په خبره، سيمه ييزو پوليسو د طالبانو له بريد وړاندې دا پوستې خالي کړې وې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.