ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرې شپږ مياشتې په غزني کې ٨٠٠ طالبان وژل شوي

تېرې شپږ مياشتې په غزني کې ٨٠٠ طالبان وژل شوي

author avatar
1 Oct 2015 - 11:44
تېرې شپږ مياشتې په غزني کې ٨٠٠ طالبان وژل شوي
author avatar
1 Oct 2015 - 11:44

غزني ښار (پژواک، ۹ تله ۹۴): د غزني ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې په دغه ولايت کې څه باندې اته سوه طالبان وژل شوي او تر دريو سوو ډېر ټپيان شوي دي.

په غزني ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د دريمې لوا رييس ارکان اميرمحمد د وږي په٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د روان کال له پيله د وسله والو طالبانو پر وړاندې د زرو په شاوخوا کې پوځي عمليات ترسره شوي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ٨٢٧ طالبان وژل شوي، ٣٢٤ ټپيان دي او ٢٤٦ نور ژوندي نيول شوي دي.

اميرمحمد تور پورې کړ چې د پاکستان هېواد استخباراتي اداره په دغه ولايت کې له وسله والو طالبانو سره اړينې مرستې کوي.

د هغه په وينا، وسله والو طالبانو پلان درلود چې د روان کال په اوږدو کې د دغه ولايت يو شمېر سيمې ونيسي خو خپلې موخې ته ونه رسېدل.

هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې د امنيت په ټينګښت کې له امنيتي ځواکونو سره پوره مرستې وکړي.

دغه راز د غزني والي محمد امان هميمي هم د غزني له خلکو غوښتنه وکړه چې د امنيت په ټينګښت کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

هغه زياته که: ((هغه څوک چې کار  او بیا رغونه غواړي نو باید د امنیت په راوستو کې له امنیتي ځواکونو سره مرستې وکړي.))

د غزني د ولايتي شورا غړي امان الله کامراني پژواک ته وويل چې اوس هم د دغه ولايت يو شمېر سيمې له جدي امنيتي ګواښ سره مخ دي.

ده وويل: ((وسله وال طالبان تل هڅې کوي چې خلکو ته زیان ورسوي او بریدونه وکړي موږ باید بیدار و اوسو او هغوى پرې نه ږدو چې خپلو موخو ته ورسېږي.))

د غزني ښار اوسېدونکي محمدانور پژواک ته وويل چې د غزني ښار په  ډېرو سيمو کې وسله وال طالبان ښکاره تګ راتګ کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.