ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زرګونه کورنۍ له کندوز څخه تخار ته کډه شوي دي

زرګونه کورنۍ له کندوز څخه تخار ته کډه شوي دي

author avatar
1 Oct 2015 - 20:45
زرګونه کورنۍ له کندوز څخه تخار ته کډه شوي دي
author avatar
1 Oct 2015 - 20:45

کندوز ( پژواک، ٩ تلې ٩٤):  د کندوز جګړې له امله څه باندې شپږه زره کورنۍ تخار ولايت ته کډه شوي دي او له سختو ستونزو په ځانګړې توګه د هستوګنې ځاى د نشتون او دخوړو له کمښت سره مخ دي.

د کندوز ښار د تلې په ٦مه  د طالبانو لخوا ونيول شو، د کورنيو چارو او د ملي  دفاع وزارتونه وايي  چې امنيتي ځواکونو د عملياتو په لړ کې تېره شپه بېرته  ونيو.

په دې جګړه کې د ملکي تلفاتو او زيانونو ترڅنګ ، کورنۍ هم له خپلو سيمو څخه وتلي دي.

د تخار سرپرست والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په وروستيو څو ورځو کې له کندوز څخه شپږ زره  کورنۍ ددې ولايت مرکز تالقان او بهارک، فرخار، ورسج او کلفګان ولسواليو ته ورغلي دي.

بې ځايه شوې کورنۍ وايي، چې له سختو ستونزو په ځانګړې توګه د سرپناه له نشتون سره مخ دي او خوراکي توکي هم د ختمېدو په حال کې دي.
د کندوز ښار د بخمل سيمې اوسيدونکى محمد ياسين چې اوس د تالقان په شهروان سيمه کې يو کرايي کور کې ژوند کوي، وايي چې لس زره افغانۍ کرايه ورکوي او له بل لوري د اته کسيزې کورنۍ  ورځيني لګښتونه يې هم له وس وتلي دي.

نوموړي وويل : " چې ما د ژوند خپل ټول امکانات په کندوز ښار کې له لاسه ورکړل او اوس پيسې نه لرم چې خوراکي توکي واخلم."

د کندوز ښار د زيردورې سيمې اوسېدونکى نعمت الله ،چې له خپلې ٩ کسيزې کورنۍ سره د خپلوانو په کور کې د تالقان ښار د سراي سنګ په سيمه کې ژوند کوي، وويل چې  د خوراکي توکو بيې   په بېساري ډول لوړې شوي دي او هغوى يې د پېرودلو وس نه لري.

هغه زياته کړه : " له کورڅخه د لرېتوب درد، د چور او تالان ويره او د خوراکي توکو د بيو لوړېدو موږ پرېشانه کړې يوو."

د نعمت الله په وينا، تالقانو کې د يو من اوړو بيه  درې سوه افغانيو ته رسېدلې ده په داسې حال کې چې تر دې  وړاندې دوه سوه افغانۍ وه او ان د پنځوسو افغانيو  د  ټيليفون کريډټ کارت په اتيا افغانۍ هم نه ترلاسه کېږي.

بې ځايه شوي کورنۍ وايي، که کندوز ښار کې ډېر ژر امنيت ټينګ نه شي او يا له دوى سره مرسته ونه شي، نو بشري ناورين به رامنځ ته شي.

خو د تخار سرپرست والي وياند وايي، چې پرون د ولايت سرپرست ټول مرستندويه بنسټونه د ولايت مقام ته راغوښتي وو، چې  له هغوى او د کډوالو راستنولو  چارو وزارت څخه يې له بې ځايه شوو کورنيو سره د بېړنيو مرستو غوښتنه وکړه.

د تخار د کډوالو راستنولو چارو رياست مشر سيدمرتضى وايي، چې د بې ځايه شوو کورنيو سروې  د راتلونکې شنبې له ورځې پيلېږي  او وروسته بيا د سروي لست  مرکز ته استوي څو له دې کورنيو سره اړينې مرستې وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.