کندوز (پژواک، ٩ تله ٩٤): ولسمشر اشرف غني پر پوځي عملياتو په ټينګار سره ويلي چې کندوز، د دغه ولايت ولسوالۍ، سیمې او ټول شمال ختیځ زون دې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شي.
ولسمشر غني نن سهار د ارګ د توحید له ملي مرکزه د ویډیو کنفرانس له لارې په کندوز کې له نظامي رهبرۍ سره د ياد ولايت د مرکز د امنیتي وضعیت او وروستیو پرمختګونو په هکله خبرې وکړې.
هغه په کندوز ښار کې نظامي مشرتابه پلاوي ته لارښوونه وکړه، څو هېچا ته د خلکو د ځورولو اجازه ور نه کړي او هغوی ته د خوندیتوب ډاډ ورکړي.
د کورنيو چارو او دفاع وزارتونه وايي چې کندوز ښار د امنيتي ځواکونو د تېرې شپې په عملياتو کې نيول شوى دى.
خو وسله وال طالبان ادعا کوي چې د ښار له لاسه ورکړل شوې سيمې يې نن بېرته نيولې دي.
ولسمشر غني په کندوز ښار کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو او نظامي رهبرۍ ته په ټینګار سره د عملیاتو د دوام وویل، تر څو د کندوز ولسوالۍ، سیمه او ټول شمال ختیځ زون د دښمن له شتون څخه پاک شي.
دا په داسې حال کې ده، وسله والو طالبانو د کندوز امام صاحب او قلعۀ زال ولسوالۍ، د تخار ولايت خواجه غار او د بغلان تاله و برفک ولسوالۍ هم تېره شپه نيولې دي.
ولسمشر غني وويل چې د کندوز ښار د پېښې د څېړنې په موخه به ژر تر ژره یو پلاوی واستوي چې د پلاوي د څېړنو په رڼا کې به هغوی چې په خپلو دندو او مسوولیتونو کې یې غفلت کړی، مجازات شي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه افسران او منسوبین به تقدیر کړي چې د کندوز ښار په بېرته نیولو کې یې مېړانه کړې.
د ولسمشر د فرمان پر اساس، د کندوز والي محمدعمر صافى چې د کندوز ښار د سقوط پر مهال په تاجکستان کې و، ويل کېدل چې له هغې لارې اروپا ته تښتېدلى، له دندې څخه ګوښه شوى او پر ځاى يې د ولايت مرستيال حمدالله دانشي ټاکل شوى دى.
د ملي شورا او مدني ټولنو غړو هم ويلي چې هغو کسانو ته يې سزا ورکړل شي چې د کندوز ښار د سقوط لامل ګرځېدلي وو.
په دغه ویډیویي کنفرانس کې چې د ملي امنیت شورا غړو هم ګډون په کې کړى و، د ملي اردو د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد، ولسمشر ته د کندوز ښار د بېرته نیولو په اړه معلومات او ډاډ ورکړ چې د کندوز ښار وضعیت ارام او بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی.
د لوی درستیز مرستیال وویل، د ټولو امنیتي ارګانونو ګډ نظامي کمېسیون فعال شوی چې ټولې چارې په ښه توګه سنبالوي اوغیر مسوولو افرادو او زورواکو ډلو ته ښار ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن