کابل (پژواک، ٩ تله ٩٤): د کابل ښار سلګونه اوسېدونکو د طالبانو له لوري د کندوز ښار د نيولو په غبرګون کې پر لاريون لاس پورې کړ او د يو شمېر حکومتي چارواکو د محاکمې او ګوښه کولو غوښتنه يې کوله.
طالبانو د کندوز ښار د تلې مياشتې په ٦ مه نېټه ونيو، خو نن د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو ويلي چې ګډو امنيتي ځواکونو پرون شپه نهه بجې په کندوز کې خپل عمليات پيل کړل او له هغه وروسته يې ياد ښار د سهار تر ٣:٣٠ بجو پورې تر خپلې ولکې لاندې راوست.
نن د کابل ښار لسګونه اوسېدونکو د وسله والو طالبانو له لوري د کندوز د نيول کېدو په غبرګون کې د مسعود له څلورلارې څخه د وزيرمحمد اکبر خان تر ١٥م سړک پورې لاريون وکړ.
لاريون کوونکو د "طالب خيانت کوي، ارګ جنايت کوي"، "مرګ پر ارګ مېشتو طالبانو"، "ژوندي دې وي امنيتي ځواکونه"، " د سپېدار ماڼۍ کله به راويښېږې"، "مرګ پر طالبانو"، "مرګ پر پنځمې ستن" او نور شعارونه ورکول.
له پنځمې ستنې څخه موخه هغه کسان دي چې په نظام کې شامل دي، خو د نظام پر ضد فعاليت کوي.
د ياد لاريون يوه ګډونوال او مدني فعال باقي سمندر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندوز چارواکو د کندوز ښار طالبانو ته د يوې معاملې په ترڅ کې سپارلى او که چېرې يې چارواکي مجازات نه شي نو د ډول پېښې به په نورو ولايتونو کې هم رامنځته شي.
نوموړي په داسې حال کې چې ويل يې: "ژوندي دې وي افغان امنيتي ځواکونه چې کندوز يې طالبانو ته يوه هديره وګرځاوو." زياته کړه چې د مرکز امنيتي چارواکي هم بايد د غفلت او په خپله دنده کې د بې پروايۍ له امله استعفا وکړي او پنځمه ستن چې د کندوز د له لاسه وتلو توطيه يې په لاره اچولې وه، بايد له پېژندلو وروسته له قانوني چلند سره مخ شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن