ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز ښار له طالبانو بېرته ونيول شو

کندوز ښار له طالبانو بېرته ونيول شو

author avatar
1 Oct 2015 - 08:12
کندوز ښار له طالبانو بېرته ونيول شو
author avatar
1 Oct 2015 - 08:12

کابل (پژواک، ٩ تله ٩٤): د دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونو کندوز ښار بېرته نيولى او همدا شېبه په ښار او شاوخوا سيمو کې چاڼيز عمليات روان دي.

کندوز ښار د تلې په ٦مه د طالبانو له خوا ونيول شو.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو په کندوز کې تېره شپه شاوخوا ٩ بجې عمليات پيل کړل او وتوانېدل چې دا ښار د شپې تر درې نيمو بجو پورې ونيسي.

هغه زياته کړه چې افغان ځواکونو دا عمليات د بهرنيو ځواکونو (پرېکنده ماموريت) په هوايي ملاتړ کړي دي.

د صديقي په خبره، په دغو عمليات کې څه باندې دوه سوه وسله وال وژل شوي او سلګونه نور ژوبل شوي خو نوموړى ادعا کوي چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

ملي دفاع وزارت وايي چې ځواکونو يې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو په هوايي ملاتړ د کندوز د بېرته نيولو عمليات پيل کړل او د وسله والو مخالفينو له سخت مقاومت سربېره وتوانېدل چې وسله وال مخالفين له ښاره وباسي.

دفاع وزارت په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې زياته کړې چې په دې عملياتو کې ١٥٠ وسله وال مخالفين له منځه تللي او ٩٠ نور ژوبل شوي دي.

سرچينه وايي چې نن سهار اووه بجې د دوى قطعات د کندوز بالاحصار ته ننوتي او د رحمت خان پل هم د ملي اردو لاس ته ورغلى او اوسمهال په سه درک سيمه کې عمليات روان دي.

د دفاع وزارت په خبره، د طالبانو مقاومت په بشپړ ډول له منځه تللى او د نښتې په ترڅ کې ملکي مرګ ژوبله نه لري.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې طالبان لا هم په کندوز ښار کې مقاومت کوي او ډېرى ساحې يې اوس هم په واک کې دي.

طالبانو همدارنګه تېره ورځ د کندوز له لاسه ورکولو وړاندې ويلي وو چې د کندوز ښار بالاحصار يې له خپلې درې ورځنۍ کلابندۍ وروسته د دولتي ځواکونو له ولکې ويستلى او په کې موجود سرتېري طالبانو ته تسليم شوي دي.

د طالبانو په خبره، ١٥ رېنجر موټر، اته کوچني موټر، ٢٩ ميله پيکاوې، دهشکې، زيکويک، کلاشنکوف او دوې د بى ايم يو دستګاوې يې نيولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.