کابل ( پژواک، ۱۰ تله ۹۴ ) : دافغانستان کرکټ بورډ د پاکستان د ملي لوبډلې پخوانی کپتان انضمام الحق د ملي لوبډلې د سر روزونکي په توګه ټاکلی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د تلې په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کرکټ بورډ ادارې څه موده مخکې د سر روزونکي پوست اعلان کړی و.
هغه زیاته کړه، چې یو شمیر بهرنیو روزونکو دې پوست لپاره عارض شوي وو، چې د نومونو تر شارټ لسټ کیدو وروسته د کرکټ د نړیوالې شورا تر څارنې لاندې له بهرنیونو روزونکو څخه ازموینه واخیستل شوه.
هوتک وایي چې دا ازموینه دیوه واکمن کمیسیون لخوا اخیستل شوې او تر ارزونې وروسته د پاکستان د ملي لوبډلې پخوانی کپتان انضمام الحق د ملي لوبډلې د سر روزونکي په توګه وټاکل شو.
نوموړي وویل چې انضمام الحق به راتلونکې اونۍ له ملي لوبډلې سره د زمبابوی ملي لوبډلې سره د یو لړ سیالیو لپاره دغه هیواد ته سفر کوي.
۴۵ کلن انضمام الحق ۱۲۰ ټیسټ او ۳۷۸ نړیوالې یو ورځینۍ سیالۍ ترسره کړې دي او د روزنې په برخه کې هم ښه مخینه هم لري.
د یادونې وړ ده چې دافغانستان کرکټ بورډ څه موده مخکې د پخواني روزونکي انډي مولز د قرارداد د نه تمدید پریکړه کړې وه، مولز دانګلستان اوسیدونکی و.
تر دې مخکې د کبیر خان په نامه بل پاکستانی هم د افغانستان د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن