فيض اباد (پژواک، ١٠ تله ٩٤): د بدخشان چارواکي وايي، د دې ولايت اړوند د وردوج ولسوالۍ تېره شپه وسله والو طالبانو نيولې ده.
د بدخشان د سرپرست والي وياند احمد نويد فروتن، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله طالبانو، تېره ورځ مازيګر په شاوخوا ٣ بجو د وردوج ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريدونه پيل او تر ٧ بجو پورې يې دوام وکړ.
ده زياته کړه، د دې بريدونو په پايله کې امنيتي ځواکونو (ملي اردو، ملي پوليسو او سيمه ييز پوليسو)، د دې لپاره چې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله وانه وړي، له خپلو تجهيزاتو سره يوځاى يې ګاونډۍ ولسوالۍ بهارک ته شاتګ وکړ.
د هغه په وينا، په دې نښته کې شل طالبان وژل شوي، چې د يوه بهرني وګړي په ګډون د ٤ تنو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
ده يادونه وکړه، چې په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
فروتن وايي، له بلې خوا وسله والو طالبانو د بهارک ولسوالۍ پر يردار سيمه هم تېره شپه له ٧ بجو وروسته پر امنيتي ځواکونو او امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
نوموړى زياتوي، همداراز طالبانو د شهدا ولسوالۍ له خوا هم د بهارک پر سرخم سيمه بريدونه کړي، چې په دې نښته کې ٧ طالبان او يو سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د ده په خبره، په يادو دواړو استقامتونو کې جګړې تر نن سهار پنځو بجو پورې دوام درلود.
د والي وياند وويل، په بدخشان کې اوسمهال ټوله پاملرنه د بهارک ولسوالۍ ته دې او له همدې امله د بدخشان سرپرست والي شاه ولي الله اديب، امنيه قوماندان جنرال بابه جان او د امنيت رييس په بهارک ولسوالۍ کې دي، ترڅو دا ولسوالي له سقوط څخه وساتي.
وسله والو طالبانو ويلي، چې د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې يې د دولت ٢٣ پوستې نيولې او هم ٢٥ عسکر وژلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن