کابل ( پژواک، ١١ تله ٩٤ ) : د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر له ناټو څخه د افغان ملي ځواکونو سره د دوامدارو همکاريو غوښتنه وکړه.
د ملي امنيت شورا له خوا د تلې په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي اسماعيل اراماز نن د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر سره وليدل.
سرچينې زياته کړې ، په دې لېدنه کې د افغانستان پر امنيتي وضعيت، له دې هېواد سره د ناټو پر پوځي همکاريو د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د وړتياوو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وشوې.
د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر و ويل، چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو د هېواد او خلکو د امنيت د تامين لپاره بېسارې قربانۍ ورکړې دي او د افغانستان خلک د دوی د دې سرښندنو او قربانيو په ارزښت پوهېږي.
د هغه په وينا، په هېواد کې وروستيو پېښو او د امنيتي ځواکونو لاسته راوړنو وښوده، چې افغانان په خپلو ظرفيتونو خپل هېواد ساتلی او د ترهګرۍ د ګواښونو مخنېوی کولای شي.
د ملي امنيت سلاکار له افغان امنيتي ځواکونو سره د ناتو د همکاريو د تداوم او لا ډېرېدو غوښتنه وکړه.
د ناټو ملکي استازي اسماعيل اراماز ددې ليدنې پر مهال په ډاګه کړه، چې ناټو د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر ظرفيتونو باور لري او افغان ځواکونه د ترهګرو د ګواښونو د له منځه وړلو پوره وړتيا لري.
هغه له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د خپلو همکاريو پر د تداوم ډاډ ورکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن