ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال رازق: که امنيت شورا اجازه راکړي د وسله والو د ځپلو لپاره کندوز ته ځم

جنرال رازق: که امنيت شورا اجازه راکړي د وسله والو د ځپلو لپاره کندوز ته ځم

author avatar
3 Oct 2015 - 18:19
جنرال رازق: که امنيت شورا اجازه راکړي د وسله والو د ځپلو لپاره کندوز ته ځم
author avatar
3 Oct 2015 - 18:19

کندهار ( پژواک، ١١ تله ٩٤ ) : د کندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال رازق وايي که مرکزي اداره ورته امر وکړي، نو حاضر دى چې د وسله والو د ځپلو لپاره کندز ته ولايت ته لاړ شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن د تلې په ١١مه په منډيګک ماڼۍ کې خبريالانو ته وکړې.

جنرال رازق وويل، کندوز په جګړه سقوط نه دى کړى، بلکې د ځايي امنيتي مسوولينو د بې مسووليتۍ او بې غورۍ له امله د وسله والو مخالفينو لاس ته ولوېد.

هغه زياته کړه، دا د کندوز د سيمه ييزې ملکي او نظامي ادارې ضعف و چې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې يې هيڅ راز مقاومت و نه کړ، په داسې حال کې چې کندوز ښار ډېر وړوکى او ٤- ٥ امنيتي حوزې لري.

د ده په خبره، حکومت دې د دې لويې پېښې جدي څېړنه وکړي او ځايي مسوولين بايد ملت او حکومت ته ځواب ووايي.

امنيه قوماندان وويل: ((هغو زورواکو چې تل يې د جهاد او مقاومت په نوم امتيازات اخيستي او په هر څه کې د ونډې غوښتنه کوي، بايد ملت او حکومت ته دې پوښتنې ځواب ووايي چې ولې يې کندوز ښار له مقاومت او جګړې پرته وسله والو مخالفينو ته وسپاره.))

نوموړي د کندوز وروستىۍ اوضاع  ته په کتو په سوېل او په ځانګړې توګه په کندهار کې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ وګاڼه او ويې ويل، د دې ولايت امنيتي ځواکونو په تېرو څوارلسو کلونو کې د وسله والو ډېر لوى بريدونه له ماتې سره مخ کړي او خپله خاوره يې د خپلو سرونو په قربانيو ساتلې ده.

هغه زياته کړه: ((زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې په سوېل او په ځانګړې توګه کندهار کې به د کندوز په څېر پېښه نه راځي، ځکه دلته خيالي امنيتي قطعات نشته، دغه راز په تېرو کلونو کې پر ما ډېر انتقادونه وشول او دا له دې امله وو چې په امنيتي حوزو او ولسواليو کې د نورو په خوښه قوماندانان او نور وټاکم او پيسې يې هغوى په جېبونو کې واچوي، خو ما داسې و نه کړل.))

دى وايي، دا سيمه يې کور او وطن دى او د دې سيمې هر سرتېرى به د خپل ژوند تر وروستۍ سلګۍ د خپلې خاورې او خلکو ساتنه کوي.

جنرال رازق دغه راز يادونه وکړه چې که امنيت شورا پرېکړه وکړي، نو دى حاضر دى چې د خپلو کندوزي وروڼو د ژوند د خونديتوب او د وسله والو د ځپلو په موخه کندز ولايت ته لاړ شي.

خو ده وويل، چې مرکزي اداره نه يواځې د کندوز د پېښې څېړنه کوي، بلکې هلته يې ځواکونه لېږلي او تصفيوي عمليات پيل شوي دي.

د يادونې ده چې نن د کندهار لسګونو قومي مشرانو هم د يوې پراخې غونډې په جوړولو د کندز له غم ځپلو سره خواخوږي وښودله او اعلان يې وکړ چې په هر ډول حالاتو کې د هغوى تر څنګ ولاړ دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.