ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبان غواړي د کويټې شورا د هلمند شمالي ولسواليو ته ولېږدوي”

“طالبان غواړي د کويټې شورا د هلمند شمالي ولسواليو ته ولېږدوي”

author avatar
3 Oct 2015 - 19:17
“طالبان غواړي د کويټې شورا د هلمند شمالي ولسواليو ته ولېږدوي”
author avatar
3 Oct 2015 - 19:17

کندهار ( پژواک، ١١ تله ٩٤ ) : د کندهار امنيه قوماندان وايي ، وسله والو مخالفينو ځکه په هلمند کې جګړه توده ساتلې چې د دې ولايت شمالي ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي او د کويټې شورا همدلته راولېږدوي.

جنرال رازق چې د تلې په ١١مه، په منډيګک ماڼۍ کې يې د خبريالانو پوښتنې ځوابولې وويل، وسله والو طالبانو په دې وروستيو کې په هلمند کې د پاکستان په مرسته جګړې ته زور ورکړى، څو د دې ولايت شمالي ولسوالۍ ونيسي.

هغه زياته کړه: ((وسله وال طالبان د پاکستان په مرسته پلان لري چې تر راتلونکو دريو مياشتو پورې د کويټې شورا د هلمند شمالي ولسواليو ته راولېږدوي او په دې توګه پاکستان له دې بدنامۍ ځان خلاص کړي چې وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ته يې ځاى ورکړى او هغوى حمايه کوي.))

د ده په خبره، له يوې اوونۍ تېرولو وروسته به هغوى بيرته کويټې او کراچۍ ښارونو ته ځي او د پخوا په شان به د پاکستان د استخباراتو او پوځ په مرسته خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي.

خو ده وويل، چې د همدې مقصد لپاره د هلمند موسى کلا، نوزاد او نورو ولسواليو ته راغلي په سلګونو کورني او بهرني ترهګر د امنيتي ځواکونو له خوا وځپل شول او ډېر يې ووژل شول.

هغه زياته کړه، د هلمند، کندهار او اروزګان په ګډون د نيم افغانستان لپاره د وسله والو مخالفينو اکمالات د هلمند د ديشو او بهرامچې سيمو څخه کېږي چې پر ډيورنډ کرښې پرتې دي.

ده زياته کړه: ((د ديشو او بهرامچې له لارې نه يواځې دا چې وسله وال  مخالفين له وسلو او باروتو سره يو ځاى راځي او خپل ټپيان او نور وسله وال له دې لارې لېږدوي رالېږدوي، بلکې د رخام ډبرې او مخدره توکو د قاچاق مرکز هم دى.))

خو هغه وايي، نه پوهېږي ولې تېر ١٤ کلونه دغه مهمه لاره د وسله والو مخالفينو پر مخ و نه تړل شوه، په داسې حال کې چې په تېرو کلونو لسګونه زره بهرني سرتېري هلمند ته د عملياتو لپاره لاړل.

امنيه قوماندان وايي، دغه ستونزه يې د پخوا په شان د ملي دفاع له سرپرست وزير سره شريکه کړې او هغه ورسره منلې چې په هر قيمت وي، دغه لاره به د مخالفينو پر مخ تړي.

نوموړي په ټوليزه توګه د سوېلي زون د وروستي امنيتي وضعيت په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې همدا اوس له کندهار څخه د عامه نظم او ملي اردو ځواکونه سنګين ولسوالۍ ته تللي او هلته په عملياتو بوخت دي او دغه راز د کندهار ځانګړي قطعات د اروزګان چنارتو، سراب، خاص اروزګان او يو شمېر نورو ولسواليو ته تللي او په پراخو عملياتو بوخت دي.

هغه ډاډ ورکړ چې په کندهار کې هم امنيتي وضعيت ښه دى او دلته خلکو له خپلو امنيتي ځواکونو سره پراخه مرسته کړې ده.

نوموړي د کندز وروستۍ پېښې ته په کتو په څرګندو ټکو وويل چې دلته به جګړې روانې وي، خو داسې به هيڅکله هم نه کېږي چې ولايت دې سقوط وکړي، ځکه دلته هر  فرد د خپل سر په بيه له خپل وطن او خلکو دفاع کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.