ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قادري: بلخ کې ولسي پاڅون کوونکو ته هېڅ اړتيا نشته

قادري: بلخ کې ولسي پاڅون کوونکو ته هېڅ اړتيا نشته

author avatar
3 Oct 2015 - 15:57
قادري: بلخ کې ولسي پاڅون کوونکو ته هېڅ اړتيا نشته
author avatar
3 Oct 2015 - 15:57

مزارشريف (پژواک، ١١ تله ٩٤): د  بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي،که چېرې وسله وال طالبان له کندوزه د تېښتېدو پر مهال د بلخ لوری ونيسي نو پښېمانه به يې کړي.

دوی د کندوز په جګړه کې د غير مسوولو وسله والو په نه برخې اخيستو د ولسمشر اشرف غني په څرګندونو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې په بلخ ولايت کې شته افغان ځواکونه د دې وړتيا لري چې په يوازې ځان د وسله والو مخالفينو پلانونه شنډ کړي او مخنيوی يې وکړي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د تلې په ۱۱مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د بلخ ولايت په څوارلسو ولسواليو او د حيرتان بندر په ښار ګوټي کې په پوره توګه د خلکو د همکارۍ په مرسته امنيت تامين دی.

نوموړي زياته کړه چې په تېره يوه اوونۍ کې د ټول ولايت په کچه د ناامنۍ او د وسله والو مخالفينو هېڅ کړنه نه لري.

هغه په کندوز کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د وسله والې مبارزې ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې ډېر ژر وسله وال دښمن د دغه ولايت له مرکزه د تېښتې لاره ونيسي.

د بلخ د امنيت امر وويل چې دوی له کندوز ولايت سره په سرحدي سيمو کې تازه دمي ځواکونه ځای پر ځای کړي او نوې امنيتي پوستې يې جوړې کړې دي.

بلخ د خلم ولسوالۍ په اوږدو کې د کندوز ولايت له قلعه زال او چهاردرې ولسواليو سره ګډې سرحدي سيمې لري چې تر منځ يې ايرګنک پراخه دښته پرته ده.

سمونوال قادري وويل چې له قلعه زال ولسوالۍ سره په ۵ کيلومترۍ او له چهاردرې ولسوالۍ سره يې په ۱۹ کيلومترۍ کې د افغان ځواکونو لومړي خطونه ځای پر ځای کړي دي.

نوموړي زياته کړه، ګومان نه کوي چې کندوز کې له ماتې وروسته دې وسله وال طالبان د بلخ په لور د تېښتې جرئت وکړای شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.