فراه (پژواک، ١١ تله ۹۴): وسله والو د فراه د ګمرک څلور کار کوونکي د دغه ولايت په شېبکوه ولسوالۍ کې نيولي او وژلي دي.
د شیبکوه ولسوال عبدالرحیم حیدری پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کسان وسله والو طالبانو تېره ورځ ناوخته نيولي او وژلي دي.
هغه وايي چې دغه څلور تنه د خپل ماموريت لپاره د شیخ ابو نصر فراهی بندر ته د تلو پر مهال په “دو قلعه” سيمه کې طالبانو نيولي او بيا يې د همدې ولسوالۍ “سارتم” سيمې ته بيولي او هلته يې وژلي دي.
دى وايي چې پوليسو د دغو کسانو مړي تېر ماښام په سارتم سيمه کې ترلاسه کړي دي.
د ده د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کسانو کې د فراه د ګمرک رياست د ساتونکو مرستيال ميراقا، يو سرتېرى، د ګمرک اشپز او يو موټرچلوونکى شامل دي.
د فراه د والي ویاند جواد افغان هم وايي چې ياد څلور کسان وسله والو طالبانو نيولي او وژلي دي.
خو وسله والو طالبانو تر دې دمه د يادو کسانو د وژلو مسووليت نه دى اخيستى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن