ترينکوټ ( پژواک، ١١ تله ٩٤ ) : چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو په اروزګان ولايت کې يو تن قومي مشر وژلى دى.
د اروزګان دامنيه قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال رحيم الله د تلې په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن ماښام د ترينکوټ ښار اړونده د مراباد په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې نامعلومو وسله والو په جومات کې د عزيز الله په نامه يو قومي مشر وژلى او په خپله تښتېدلي دي.
نوموړي وويل چې پوليسو د وسله والو بريدګرو د نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي.
د مراباد سيمې يوه اوسېدونکي سميع الله پژواک ته وويل چې وسله وال د پوليسو جامې اغوستې وې او په جومات کې د ماښام پر لمانځه ولاړ قومي مشر عزيز الله يې وواژه او په خپله پر موټر سايکل وتښتېدل.
هغه وايي چې عزيز الله دولتي دنده نه لرله، خو په ځينو غونډو کې يې ددولت په ملاتړ ويناوې کولې.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په ترينکوت ښار کې د ترور پېښې زياتې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن