کابل (پژواک، ١١ تله ٩٤): ولسمشر اشرف غني، د کندوز او نورو شمالي ولايتونو د امنيتي وضعيت د ښه والي په موخه د شمالي ولايتونو پوځي او ملکي پلاوي مشرتابه ته اړينه لارښوونه وکړه.
د کندوز ښار، د تلې مياشتې په ٦ مه د طالبانو له لوري ونيول شو، خو د امنيتي ځواکونو له درې ورځنيو عملياتو وروسته يو ځل بيا د هغوى له ولکې ايستل شوى او د کندوز اوسېدونکي وايي، چې طالبان تر اوسه پورې د ښار په يو شمېر سيمو کې فعاليت لري.
د ولسمشرۍ رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر نن سهار په ارګ کې د توحيد له ملي مرکز څخه د ويډيو کنفرانس له لارې د هېواد د نهو ولايتونو له پوځي او ملکي مشرتابه سره خبرې وکړې.
په دغه ويډيو کنفرانس کې لومړى د لوى درستيز مرستيال جنرال مراد علي مراد او له هغه وروسته د شمال د نهو ولايتونو امنيتي بنسټونو د کندوز او د دوى تر مسووليت لاندې د سيمو د امنيتي وضعيت په اړه ولسمشر ته خپل راپورونه وړاندې کړل.
دغه راز د هېواد د امنيتي سکټور چارواکو، د کندوز ولايت د امنيتي وضعيت د ښه والي په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.
په پاى کې پرېکړه وشوه، چې د ملي امنيت په راتلونکې غونډه کې د نورو ستونزو په اړه خبرې اترې وشي او په دې اړه اړينې پرېکړې تر سره شي.
د يادولو ده، چې ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې د ويډيو کنفرانس له لارې د کندوز له پوځي مشرتابه سره د خبرو پر مهال د پوځي عملياتو پر دوام ټينګار وکړ او ويلي يې دي، چې له وسلوالو مخالفينو څخه د سيمې د پاکولو په موخه، د کندوز په ټولو ولسواليو، سيمه او ختيځ زون کې عمليات تر سره شي.
نوموړي د کندوز ښار پوځي مشرتابه ته لارښوونه کړې، چې هيچا ته د خلکو د ځورولو اجازه ورنکړي او خلکو ته ډاډ ورکړي چې دوى ټول خوندي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن