محمودراقي (پژواک، ١١ تله ٩٤): چارواکي وايي چې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د ملي اردو پنځو سرتېرو او ٢٠ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو له خوا د تلې په ١١مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خنجر ۱۳ په نوم ګډو ځواکونو له تېرو څلورو ورځو راهيسې د تګاب ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې عمليات په لاره اچولي وو.
سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې د دريو قوماندانانو په ګډون ٢٠ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ١٣ يې وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د يادې ولسوالۍ لس کلي له وسله والو مخالفينو پاک شوي دي.
قول اردو ويلي چې په دغو عملياتو کې دوه سرتېري هم ژوبل شوي دي.
خو په تګاب ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان خواجه اغا ساپي پژواک ته وويل چې د صالح کلا په سيمه کې د ملي اردو پر پوستې بريد کې درى سرتېري وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په دې نښته کې يو وسله وال هم وژل شوى او دوه نور يې ژوبل شوي دي.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، اوسمهال د تګاب په سوېلي سيمو کې د امنيتي ځواکونو له خوا عمليات روان دي.
بلخوا د تګاب ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې بايد اوږود مهال عمليات په لاره واچول شي.
د دوی په وينا، لنډمهاله عملياتو کې هم د حکومت لګښت راځي او هم خلکو ته تلپاتې امنيت نه رامنځته کېږي، بلکې کله چې له سيمې امنيتي ځواکونه ووځي دوباره وسله وال خپل فعاليت پيلوي.
د تګاب د شينکي سيمې اوسېدونکي حاجي سميع الله وايي: ((د تګاب او سروبي سړک چې د تګاب له جنوبي برخې څخه تېرېږي له څو کلونو راهيسې له امنيتي ستونزو سره مخ دي هغه کسان چې په حکومت يا په نورو ادارو کې کار کوي، د وسله وال له شتون څخه په عمومي سړک تګ راتګ نه شي کولای .))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن