کابل (پژواک، ١٢ تله ٩٤): په کابل کې د بې ځايه شوو او له خطر سره د مخ خلکو د ٥٢ کمپونو د استنادي دېوالونو او کانالونو د جوړولو لپاره څه باندې دوه ميليونه يورو ځانګړل شول.
په همدې موخه نن په کابل کې د کابل ښاروالۍ او د ملګرو ملتونو سازمان د بشري اسکان ادارې (UN HABITAT) د استازي تر منځ يو هوکړه ليک لاسليک شو.
د کابل ښاروالۍ د پاليسۍ او انسجام رياست مرستيال محمد ياسين هلال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پيسو په کابل ښار کې د بې ځايه شوو ٥٢ پنډغالو کې چې د ورښت پر مهال له خطر سره مخ دي، استنادي دېوالونه جوړېږي، څو د سېلابونو راوتلو پر مهال خوندي شي.
هغه زياته کړه چې د دې پيسو په پاتې برخه د اوبو کانالونه جوړېږي، څو د پنډغالو اوبه بلې خوا ته وباسي.
د کابل ښاروالۍ مرستيال محمداسلم اکرمي وويل چې له دې پيسو نه به هغو بې ځايه شوو ته هم ښاري خدمتونه وړاندې شي چې له يادو پنډغالو بهر يې سرپناوې جوړې کړې دي.
هغه وويل چې دا بې ځايه شوي د کابل ښاروالۍ د ١٣ مې ناحيې اړوند دي او د هغوى په ٢٥ سلنې ونډې سره به يې کوڅې کانکرېټ شي.
اکرمي زياته کړه چې دوه ميليونه يورو له دغه هوکړه ليک سره سم، د اروپايي ټولنې له خوا مرسته شوې او د ملګرو ملتونو د بشري اسکان مرکز له خوا عملي کېږي او ټوله پروژه د کابل ښار ماسټر پلان سره سم ښاري خدمتونه لري.
د کابل ښاروالۍ مرستيال د دې پروژې موخه د کورنيو بې ځايه شوو او بېرته را ستنېدونکو د ژوند کچې لوړول ښودل ښيي او زياتوي چې دا پروګرام په دوو کلونو او دريو مياشتو کې د ښاروالۍ او کډوالو چارو وزارت له خوا پلى کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري اسکان ادارې سرپرست هيروشي تاکابياشي هم وويل چې دا يو ښه نوښت او د کورنيو بې ځايه شوو لپاره بنسټيزه حل لاره ده چې په د افغان ولسمشر په کاري لومړيتوبونو کې راځي.
هغه زياته کړه چې دې ادارې خپل مجرب کسان په دغه پروګرام کې معرفي کړي او له هېڅ ډول همکارۍ ځان نه سپموي.
د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال شاوخوا ٤٥ زره کورني بې ځايه شوې چې اکثريت يې د جګړو، نا امنيو، بېوزلۍ او وچکالۍ له امله له بېلابېلو ولايتونو کابل ته راغلي، د کابل په ٥٤ سيمو کې په سختو شرايطو کې په خېمو او يا هم په لنډمهاله خټينو کورونو کې ژوند کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن