باميان (پژواک، ١٢ تله ٩٤): د باميان سيمه ييز چارواکي وايي چې دغه ولايت ته د بغلان ولايت له اړخه امنيتي ګواښ متوجه دى او پر کهمرد ولسوالۍ د هغوى نوى بريد د دغه ګواښ يوه برخه ده چې مخنيوى يې شوى دى.
وسله والو طالبانو تېره ورځ د بغلان له تاله و برفک ولسوالۍ څخه د باميان د کهمرد ولسوالۍ پر اشپشته سيمه بريد وکړ او له امنيتي ځواکونو سره يې څو ساعته نښته وکړه.
د باميان د والي وياند عبدالرحمن احمدي وايي چې په دې نښته کې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو بريد پر شا تمبول شوى او د هغوى له مرګ ژوبلې معلومات نه لري.
خو طالبانو په خپله ويبپاڼه کې ليکلي چې په دغه بريد کې د پوستې قوماندان، رحمت الله وژل شوى، دوه پوليس ژوبل شوي او د دې تر څنګ دوه ټانکونه، پنځه رينجر موټر او يو امبولانس ويجاړ شوي دي.
د باميانو د والي وياند د اندېښنې په څرګندولو سره وايي: ((که چېرې له باميانو سره د بغلان ولايت سرحدي سيمې چاڼ نه شي، باميانو به له دې ساحو نه له سخت زيان سره مخ شي.))
د کهمرد ولسوال عبدالهادي سيغاني هم وويل چې طالبان د بغلان په تاله و برفک ولسوالۍ کې پوځي مرکز لري او له هغه ځايه د باميانو سرحدي ساحو ته امنيتي ګواښ پېښوي.
خو هغه زياته کړه: ((موږ د بريدونو د دفع کولو لپاره پوره چمتووالى لرو، که چېرې له بغلان ولايت سره د باميانو پولو ته اړتيا وليدل شي، له دولته به غوښتنه وکړو چې هلته ځواکونه سوق کړي.))
باميان د هېواد له امنو ولايتونو دى چې په ١٣٩٠ لمريز کال کې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته ترې د امنيتي مسووليتونو د لېږد لومړى پړاو پيل شو.
دا په داسې حال کې ده چې تاله و برفک ولسوالي درې ورځې وړاندې د طالبانو له خوا ونيول شوه او امنيتي ځواکونه وتوانېدل چې تېر ماښام يې له کومې نښتې پرته بېرته ونيسي.
د بغلان چارواکو پخوا ويلي وو، کله چې په تاله و برفک کې د طالبانو پر وړاندې عمليات کوي، نو هغوى غرونو ته تښتي او د غرنيو سيمو د شتون په سبب د دوى عمليات د قناعت وړ پايلې نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن