ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان نوي والي کار پيل وکړ

د اروزګان نوي والي کار پيل وکړ

author avatar
4 Oct 2015 - 11:48
د اروزګان نوي والي کار پيل وکړ
author avatar
4 Oct 2015 - 11:48

ترينکوټ (پژواک، ۱۲ تله ۹۴): د اروزګان نوي والي تر معرفۍ وروسته ژمنه وکړه چې په د دغه ولايت د امنيت ټينګښت به يې په لومړيتوب کې وي.

حاجي نذير خروټى څه موده مخکې د ولسمشر اشرف غني له خوا د اروزګان ولايت د نوي والي په توګه ټاکل شوى و.

نوموړى د تلې په ١٢مه د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د مالي او اداري مرستيال عبدالمالک صديقي له خوا په داسې حال کې معرفي شو چې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ځايي چارواکو، پخواني والي، قومي مشرانو او مخورو برخه اخيستې وه.

صديقی وويل چې محمد نذير خروټی د سيمه ييزو ارګانونو ادارې په وړانديز او د ولسمشر په حکم د اروزګان والي ټاکل شوى دى.

له دې مخکې امان الله تيموري د اروزګان د والي په توګه دنده ترسره کوله.

هغه له نوي والي وغوښتل چې د پخواني والي په څېر د دغه ولايت له ټولو قومونو سره يو ډول چلند وکړي او د قانون له مخې خپلې کړنې مخې ته بوځي.

صديقي د دغه ولايت له خلکو وغوښتل چې له نوي والي سره په ټولو چارو کې همکاري وکړي او خپلې تجربې ورسره شريکې کړي.

د اروزګان پخواني والي امان الله تيموري نوي والي ته د ښه راغلاست تر څنګ د دندې مبارکي او ډاډ ورکړ او ويې ويل چې هر ډول همکاري به ورسره کوي.

ټاکل شوي نوي والي محمد نذير خروټي له ولسمشره د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې خپل مسووليتونه به په ښه توګه پر مخ وړي.

د هغه په وينا، په دغه ولايت کې د امنيت ټينګول به يې د کارونو په لومړيتوبونو کې وي، دغه راز د بيارغونې او اصلاحاتو په برخه کې به هم ځانګړي اقدامات ترسره کړي.

خروټي د اروزګان له قومي مشرانو او ولسونو وغوښتل چې ورسره همکاري وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.