ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د والیانو ټولنه ( اګا )

د افغانستان د والیانو ټولنه ( اګا )

author avatar
4 Oct 2015 - 13:13
د افغانستان د والیانو ټولنه ( اګا )
author avatar
4 Oct 2015 - 13:13

د کندز پیښی په اړه د والیانو ټولنې مطبوعاتي اعلاميه!
د ۱۳۹۴ لمریز کال ، د میزان یولسمه ، کابل ، افغانستان 

 پدې وروستيو کې د هیواد ددښمنانو د بهرنيو استخباراتو په مرسته او لاښوونه د هیواد په یو شمېر برخو او په خاصه توګه په کندز ولایت خونړي بريدونه کړي او ددغه ولايت ځینی برخې يي د څه مهال لپاره تر خپل واک لاندې راوستی. په تر لاسه شویو معلوماتو کې دا هم ويل شوي چی د دولت مخالفينو پر بیت المال سربيره د خلکو شتمني  هم لوټ کړي د افغانستان  د واليانو ټولنه د مخالفينو دا ډول کړنې په سختو ټکو غندي خو تر څنګ یی د افغان امنیتی ځواکونو سرښندنه او مېړانه ستایی د هغوي د پریکنده کړنو دا وښوده چی افغانستان امنیتی ځواکونه اوس له مخالفینو سره دهر ډول مقابلی توان لری.

د افغانستان د واليانو ټولنه د کندز د ورستيو پیښو د څېړنې په موخه د ولسمشر له خوا د پلاوي د ټاکلو استقبال کوي، خو د پلاوي د څېړنو او موندنو مخکی د کندز د والی محترم محمد عمر صافی له دندې ګوښه کول او د ځينو خاصو  کړیو له خوا د پېښی پړه او ملامتی په والی اچول  یی بی انصافي او مخکی له وخته بولی. لکه څرګنده ده چی والیان په ډیرو برخو کی د واک په پرتله مسول ګڼل کیږی په داسی حال کی چی والیان په کشفی، امنیتی او ملکي ادارو کی د ګومارنی تغیر او تبدیل کی هیڅ واک نلري او په اجراتو کی یی خلاص لاس نلری. دا ټولنه د ملي وحدت له حکومت له مشر تابه غوښتنه کوی چی په پیښه کی که هرڅوک ګرم وبلل شی د قانون له مخی ی ورسره کړنه وشی نه داچی د هر څه ملامتی یواځی په والی ور وچول شي.

د افغانستان د والیانو ټولنې مطبوعاتي دفتر

 

Phon: +93(0)711-595-763  /+93(0 . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.