ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوليسو ليکو ته د ښځو پر جذب ټينګار وشو

د پوليسو ليکو ته د ښځو پر جذب ټينګار وشو

author avatar
4 Oct 2015 - 15:43
د پوليسو ليکو ته د ښځو پر جذب ټينګار وشو
author avatar
4 Oct 2015 - 15:43

کابل (پژواک، ١٢ تله ٩٤): کابل کې د يوې ناستې پر مهال د پوليسو ليکو ته د ښځو پر جذب ټينګار وشو او د کورنيو چارو وزارت وويل چې دا مهال د پوليسو په ملکي برخه کې ٢٢٠٠ ښځينه کار کوونکو اړتيا لري.

دغه ناسته په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پوليسو ماموريت (EUPOL-AFGHANISTAN) په مرکز کې جوړه شوه. په ناسته کې د ولسمشر مېرمن بي بي ګل رولا غني او د کورنيو چارو وزارت چارواکو ګډون درلود.

رولا غني د پوليسو په ليکو کې د ښځينه وو ډېروالى د امنيت د ټينګښت لپاره اړين وباله او ويې ويل: "هر وخت او هر ځای د جګړو او نورو ستونزو پر مهال ښځې تر هر چا ډېرې زيانمې شوي، نو اړينه ده چې د ښځو د ستونزو د لرې کولو په موخه پياوړې ښځينه پوليسې ولرو."

هغې زياته کړه، د چارو د ښه سمون په موخه د ملي پوليسو په ليکو کې ښځينه پوليسې بايد لوړې مسلکي زده کړې ولري تر څو د خپل صلاحيت په چوکاټ کې چارې په ښه ډول ترسره کړي.

رولا غني وايي: "د ملي پوليسو په ليکو کې د ښځو شتون تجملي بڼه نه لري، بلکې شتون يې يوه اړتيا ده او هغه دا چې نارينه پوليس کولای شي د دندې د اجرا پر مهال د يو چا انګړ ته دننه شي خو ښځينه پوليس کولای شي د کور هرې برخې ته دننه او ښه پلټنه وکړي."

د کورنيو چارو وزارت د جندر، بشري حقونو او ماشومانو د چارو مشرې مل پاسوال حکمت شاهي رسولي وويل چې د ملي پوليسو په ليکو کې د جلب او جذب لپاره په تېرو ۱۴ کلونو کې ډېر ګټور پلانونه په پام کې نيول شوي تر څو ښځې وکولای شي په ښه ډول د ملي پوليسو په ليکو کې خدمت وکړي.

رسولي وويل: "د افغانستان فرهنګ او سنتي وضعيت ته په پام، د ملي پوليسو په ليکو کې د ښځو د جلب او جذب لپاره مفيد پلانونه او اړينې اسانتياوې رامنځته شوې چې له نېکه مرغه دا مهال د ملي پوليسو په ليکو کې ۲۷۰۰ ښځينه پوليس او ملکي کارکوونکې پر دندو بوختې دي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.