ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا بڼوال خپلو مڼو ته د بازار غوښتنه کوي

د پکتيا بڼوال خپلو مڼو ته د بازار غوښتنه کوي

author avatar
4 Oct 2015 - 16:02
د پکتيا بڼوال خپلو مڼو ته د بازار غوښتنه کوي
author avatar
4 Oct 2015 - 16:02

ګردېز (پژواک، ١٢ تله ٩٤): د پکتيا ولايت يو شمېر کروندګر وايي چې د تېرو کلونو په پرتله يې د مڼو د حاصلاتو کچه لوړه شوې خو د خرڅلاو لپاره يې بازار او د ساتنې لپاره سړې خونې شتون نه لري.

د پکتيا د مرکز ګردېز ښار د مهلن سيمې اوسېدونکي خيرالله د تلې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرو کلونو په پرتله يې د مڼو د حاصلاتو کچه څو برابره لوړه شوې ده .

خو هغه زياته کړه: ((زموږ د مڼو د خرڅلاو لپاره په کور دننه او بهر کې بازار شتون نه لري او نه هم په ولايت کې کافي  سړې خونې لرو.))

د خيرالله د معلوماتو له مخې، سږ کال يې لس خرواره مڼې حاصل درلود خو هر من (٧ کيلو) ترې سوداګر يواځې تر ١٥٠ افغانيو اخلي.

دى وايي چې په دغه ولايت کې يو شمېر کروندګرو ته سړې خونې جوړې شوې خو ټول ترې ګټه نه شي پورته کولاى.

دغه راز د ګردېز اړوند د بالادي سيمې کروندګر سيدولي هم وايي چې د تېرو کلونو په پرتله يې د مڼو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.

هغه زياته کړه: ((کال په کال زموږ د مڼو حاصلات ډېرېږي خو بيا يې د بازار او سړو خونو د نه شتون له امله په ارزانه بيه ورکوو.))

ده وويل چې حکومت بايد د پکتيا د مڼو لپاره د جوس جوړولو يوه فابريکه جوړه کړي او يا دې هم مڼو ته په نړيواله کچه بازار پيدا کړي.

د دغه ولايت يو شمېر نورو سوداګرو هم ورته نظرونه درلودل.

د پکتيا د کرنې او مالدارۍ رييس ذبيح الله حسن زي هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د تېرو کلونو په پرتله د مڼو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، په تېرو کلونو کې به د دغه ولايت د مڼو د حاصلاتو کچه شاوخوا اته زره ټنه وه خو سږ کال دغه کچه ١٣زرو ټنو ته لوړه شوې ده.

ده وويل هڅه کوي چې د پکتيا د مڼو لپاره د خرڅلاو ښه بازار پيدا کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.