ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د ښځو سوځولو غچ به اخلم”

” د ښځو سوځولو غچ به اخلم”

author avatar
4 Oct 2015 - 14:39
” د ښځو سوځولو غچ به اخلم”
author avatar
4 Oct 2015 - 14:39

کابل ( پژواک، ١٢ تله  ٩٤):  هغه ښځه چې خاوند يې لاسونه ورمات کړي، وېښته يې پرې شکولي او په پايله کې د کب په څېر په کړايي سوځېدلې وايي، غواړي چې د ټولو هغو ښځوغچ واخلي چې د کورني تاوتريخوالي  قرباني شوي دي.

دا ٢٢ کلنه مېرمن چې د هرات ولايت اصلي اوسېدوونکې ده او نوم يې پټ وساته، څېره يې سوځېدلې او داغونه پرې وو، مخ يې په  دستمال  پيچلى و وويل، چې ډېره ماشومه وه او تل به يې بکس پرشا و، د کرمچونو بندونه به يې تړل او د "اميرعلي شير نوايي" کورس او ښوونځي ته به تلله.

دې مور، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې غوښتل يې په راتلونکې کې خپلې لوړې زده کړې د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځې کې ترسره کړي او ټولنې ته يو ويښه  او روڼ اندې وړاندې شي ، په ولسي جرګه کې د خلکو استازې شي ،خو له دې ناخبره وه په کومه ټولنه کې چې ژوند کوي په مرګ محکوم ده.

د هغې په شونډو خوږه موسکا خپره وه او په واقعيت کې د هغه کړاو استازيتوب يې کاوه چې په زړه کې يې پروت و، ويې ويل ١٤ کلنه وه چې ريبار يې کور ته ورغى او د ريبارانو له تګ راتګ څخه وروسته پلار يې د ٢٥٠ زره افغانيو په بدل کې هغه  يو نالوستي کروندګر ته ورکړه.

په داسې حال کې چې ددې مېرمنې په سترګو کې اوښکې غړېدې زياته يې کړه ، چې لا د ١٤ کلونو نه وه شوې چې د خاوند کور يې د واده غوښتنه وکړه.

هغې وويل، څومره يې چې ټينګار وکړ څو ښوونځى پاى ته ورسوي خو چا يې غږ  وا نه ورېد او په داسې حال کې چې دې له هغه سړي سره مينه هم نه درلوده ، د پلار او وروڼو د ټينګار په نتيجه کې يې واده ته زړه ښه کړ.

دې دردمنې ښځې زياته کړه، چې په ١٤ کلنۍ کې د خاوند کور ته لاړه، د يوې شل کسيزې کورنۍ ټول کاري مسووليتونه ورتر غاړې شول؛ خو لا ماشومه وه او په وس کې يې نه و،  د کور کارونه نيمګړي پاتې کېدل ، نو ځکه هره ورځ د خاوند او کورنۍ د نورو غړو له لوري له وهلو ټکولو سره مخ کېدله.

هغې چې  تړمې اوښکې يې پر سوځېدلو اننګو را بهېدلې وويل :" زه د ښارنجلۍ وم، زه يې کلي کې ورکړم د خاوند کورنۍ مې غوښتل چې زه په نغري خواړه پاخه کړم،چاى وکړم، دا چې په نغري خواړه پخول او يوې شل کسيزې کورنۍ ته خواړه چمتوکول راته ستونزمن و؛ نو ځکه وهل او ټکول کېدم."

 دې مېرمنې په داسې حال کې،  په کاغذي دستمال چې نور شړېدلى و او د اوښکو  پاکولو وړ نه و، اوښکې پرې پاکې کړې وويل، کله يې چې نوموړې روغتون ته ولېږدوله ، څلورکلنه لينا او درې کلنه نرګس دوه اولادونه يې درلودل.

هغې د خپلې سوځېدنې کيسه داسې وکړه:((درې کاله وړاندې د لړم مياشت کې هوا ډېره سړه وه، نجونو د حويلۍ په منځ کې شوخي کوله، کله يې چې پلار را ننوت، نجونو ته نږدې شو او په ګواښ سره يې ورته وويل: ولې مو واښه شکولي؟))

کوچنۍ لور يې چې له پلار نه يې زياته ورېدلې وه، ددې لپاره چې هغه ونه وهي، وويل:(( مور مې ويلي))، خو بيايې هم پلار دومره وډبوله چې نږدې و لوڼې يې ضعف وکړي.

دې مظلومې مېرمنې زياته کړه:(( د خاوند له لاسه مې لرګى واخيست او ومې ويل:ما ووهه، خو لوڼو ته مې څه مه وايه... دومره يې ووهلم چې په لاره نه شواى تللى، غوښتل مې چې د حويلۍ دروازه خلاصه کړم، د سړک له لارويانو مرسته وغواړم، د دروازې په خوله کې يې ګېر کړم، تر کوره واټن زيات و، له وېښتانو يې کور ته را کش کړم، يوه کوڅۍ وېښته به مې چې وختل، بيا به يې نور ونيول، کور ته يې راوړم، بيا يې لرګى راووړ او د پخوا په څېر يې ووهلم.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.