قلعه نو، جلال اباد (پژواک ١٢ تله ٩٤): چارواکي وايي، د بادغيس په مرکز قلعه نو کې د لاسي بم په چاودنه کې ٧ عام وګړي او د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې دوه ملکيان ټپيان شوي دي.
د بادغيس د ولايتي شورا مشر حاجي بهاءالدين، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماښام په شاوخوا اووه بجو د قلعه نو په بازار کې د ناپېژاندو کسانو له لوري يو بم غورځول شوى دى.
ده زياته کړه، د دې پېښې په پايله کې ٧ ملکي وګړي ټپيان شوي، چې پنځه تنه يې له روغتونه بېرته رخصت شوي او دوه لا هم په بستر کې دي.
د يوه بل خبر له مخې، د ننګرهار د مرکز جلال اباد په چهل متره سيمه کې د ماين چاودنې له امله دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي، پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه، نن مازيګر کابو څلورنيمې بجې رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې يې دوه عام کسان ژوبل دي.
په سيمه کې يو عيني شاهد اسماعيل بيا وايي، دغه ماين هغه مهال وچاودېد، کله چې له سيمې څخه يو رينجر موټر تېر شوى و، چې په پايله کې يې د يوه زرنج موټروان او دوه لارويان ټپيان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن