کابل (پژواک، ١٢ تله ٩٤): د پاکستان د پوځ مشر اندېښنه څرګنده کړې چې که د افغانستان د سولې پروسه بيا پيل نه شي، نو طالبان به له داعش سره يو ځاى شي.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف دغه څرګندونې د اروپا له سفره تر ستنېدو وروسته په اسلام اباد کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړې چې په دې وروستيو کې په ځينو هېوادونو کې له داعش سره د خلکو لېوالتيا زياته شوې چې دا تر ټولو خطرناکه خبره ده.
د نوموړي په وينا، د سپټمبر د يوولسمې تر بريدونو وروسته چې امريکا د القاعده پر ضد کوم اقدامات وکړل، د داعش پر وړاندې مبارزه به تر هغې سخته او ستره ننګونه وي.
هغه زياته کړې: ((القاعده لوى نوم او لويه خطرناکه ډله وه، خو داعش تر القاعدې لوى نوم او خطرناکه ډله ده.))
جنرال راحيل شريف ويلي، که چېرې افغان طالبان د سولې خبرو اترو ته راکش نه کړل شي، نو د دې امکان شته چې له اعش سره اتحاد وکړي.
د هغه په وينا، ځکه نو په افغانستان کې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې اړينې دي او که دغه کار ونه شي نو طالبان له داعش سره يو ځاى کېداى شي.
د يادونې ده، د روان لمريز کال د چنګاښ په ١٦مه د پاکستان په منځګړيتوب د امريکا او چين په نظارت کې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د سولې لومړى پړاو خبرې اترې ترسره شوې.
ټاکل شوې وه چې د زمري په اتمه د دويم پړاو خبرې هم وشي، خو د طالبانو د مشر ملا عمر تر مړينې وروسته دا لړۍ بنده شوه او افغان حکومت اعلان وکړ چې تر دې وروسته د پاکستان په منځګړيتوب د سولې په خبرو کې برخه نه اخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن