ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په باميانو کې د ځمکې ښويېدو له امله سلګونه کورنۍ زيامنې شوې

په باميانو کې د ځمکې ښويېدو له امله سلګونه کورنۍ زيامنې شوې

author avatar
4 Oct 2015 - 15:38
په باميانو کې د ځمکې ښويېدو له امله سلګونه کورنۍ زيامنې شوې
author avatar
4 Oct 2015 - 15:38

باميان (پژواک، ١٢ تله ٩٤): د باميانو د سيمه ييزې ادارې پلاوى وايي چې د دغه ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې ٧٤٠  کورنۍ د ځمکې ښويېدو له امله زيانمنې شوې او زياتو مرستو ته اړتيا لري.

له طبيعي پېښو سره د مبارزې ملي کمېټې پلاوى او د يکاولنګ ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي چې د ځمکې ښويېدنې ساحې يې کتلې، وايي چې يوه مياشت وړاندې د يکاولنګ ولسوالۍ په چشمه سياه او د دره علي  سيمې په کوه سرخي کې د نرمو رسوباتو د تکتونيکي فعاليتونو او د اصطکاک کچې د کمښت په سبب د ځمکې ښويېدنې نښې ليدل شوې وې او وروسته شاوخوا لس زلزلې هم شوې چې ګڼ زيانونه يې اړولي دي.

د باميانو له طبيعي پېښو سره د مبارزې ملي کمېټې مشر محمد رضا رفعت پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ساحې شاوخوا ٧٠ سلنه خلک د څښاک له پاکو اوبو محروم شوي او حتى څاروي هم د څښاک اوبه نه لري.

هغه زياته کړه چې دې پېښې په دره علي سيمه کې خلک له مالي او کرنيزو زيانونو سره مخ کړي او پېښه د دې سبب شوې چې د اوبو ٧٠ سلنه منابع او چينې له منځه لاړې شي، د دې تر څنګ ١٢ کيلومتره سړک ويجاړ شوى او ١٨کرنيزې ويالې او کانالونه يې بند کړي دي.

د رفعت په خبره، د پلاوي څېړنې څرګندوي چې په يکاولنګ کې د ځمکې ښويېدو له امله ٧٤٠ کورنۍ زيانمنې شوې او تر اوسه د سعودي عربستان په مرسته ٣٥ خېمې، ٧٠ ترپالونه، ٣٥ کورنۍ کڅوړې، په همدې شمېره روغتيايي کڅوړې، ١٧٥ کمپلې، ٣٥ د لمريزې برېښنا دستګاوې، ٣٥ کارتنه خرما پر زيانمنو وېشل شوې دي.

د دې تر څنګ د پېښې په ساحه کې د اکشن ايډ موسسې په همکارۍ د سيلابي توکو د رسوب لپاره د يوه فلتر رامنځته کولو عملي کار په چټکۍ سره روان دى.

د دره علي يو  اوسېدونکي حاجي ميرزا وايي چې دا پېښې په يوه ورځ کې نه دي رامنځته شوې، بلکې د يوې مياشتې په اوږدو کې کله ځمکې لاندي ځي او کله لړزه کوي چې لامل يې نه دى معلوم.

هغه وويل: ((ځايي اوسېدونکي وايي چې سږ کال بلا نازله شوې، په دې سيمه کې داسې افتونه راغلي چې خلکو په خپل ژوند کې هم نه وو ليدلي، حتى خلک د خپل ځان له وېرې اندېښمن دي چې يوه ورځ په ځمکه کې ډوب نه شي.))

د يکاولنګ ولسوال عبدالاحد مبارز وويل چې حکومت او غير دولتي موسسات بايد اوسمهال د ٣٥ زيانمنو کورنيو لپاره چې له خطر سره مخ دي، د ځاى په برخه کې مرسته وکړي او د سيمې اوسېدونکو ته په لومړنيو مرستو کې د څښاک اوبه ورسوي.

مبارز له ټولو ملي او نړيوالو ارګانونو غوښتنه وکړه چې د پېښې له زيانمنو سره هر اړخيزې مرستې وکړي او له خلک د خپلو سيمو پرېښودو ته پرېنږدي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.