ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د ګوزڼ پنځه پېښې ثبت شوې

په ننګرهار کې د ګوزڼ پنځه پېښې ثبت شوې

author avatar
4 Oct 2015 - 14:47
په ننګرهار کې د ګوزڼ پنځه پېښې ثبت شوې
author avatar
4 Oct 2015 - 14:47

جلال اباد (پژواک، ۱۲ تله ۹۴): چارواکي وايي چې د ننګرهار په ولايت کې د ګوزڼ يا پوليو پنځه پېښې ثبت شوې او اندېښنه يې څرګنده کړې چې ښايي دغه ناروغي نوره هم ډېره شي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال دا څرګندونې د تلې په ۱۲مه په دغه ولايت د پوليو واکسين د کمپاين پيلېدو په مراسمو کې وکړې.

کامه وال وويل، له همدې نن څخه د ننګرهار په ټولو سيمو کې د پوليو واکسين کمپاين پيل شو چې په دريو ورځو کې به ۶۲۷ زره ماشومانو ته تطبيق شي.

نوموړي زياته کړه: ((د نا امنيو له امله په د اچين، ده بالا او کوټ ولسواليو کې ۴۰ زره ماشومان له دغه واکسينه پاتې شي. موږ هيله لرو چې هلته هم دا واکسين تطبيق کړای شو.))

نجيب الله کامه وال وايي چې د ننګرهار په شينوارو زون کې د ګوزڼ څلور او د شېرزادو په ولسوالۍ کې يوه مثبته پېښه ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا رييس وايي: ((موږ اندېښنه لرو چې دا پېښې نورو ته انتقال نه شي نو هيله لرو چې کورنۍ خپل ماشومان واکسين کړي.))

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د يوه ماشوم په خوله کې د پوليو واکسين د څاڅکي له اچولو وروسته رسنيو ته وويل چې په نا امنو سيمو کې هم بايد خلک خپل ماشومان واکسين کړي.

والي يادونه وکړه: ((د صحت مسئله نه بايد سياسي شي، که مخالف دی او که نه دی روغتيا ته اړتيا لري، هيله ده چې په دغه کمپاين کې ټول خلک همکاري وکړي.))

والي يادونه وکړه چې تر دې مخکې په غني خېلو ولسوالۍ کې يو شمېر سيمې د پوليو له تطبيقه پاتې وې خو د قومي مشرانو په هڅو يې هغه ستونزه هواره کړه.

نوموړي وويل: ((موږ هڅه کوو چې په نا امنو سيمو کې هم له قومي مشرانو او ديني علماوو سره په همکارۍ دغه کمپاين ترسره کړو.))

بلخوا د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني له پژواک خبرى اژانس سره په خبرو کې له کورنيو غوښتنه وکړه چې خپل ماشومان واکسين کړي.

عمراني زياته کړه: ((که تاسو خپل ماشومان واکسين کړئ، د هغوی راتلونکې ته به مو ښه پاملرنه کړې وي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.