ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د دوو ځانمرګو بريدونو مخنيوى وشو

په کابل ښار کې د دوو ځانمرګو بريدونو مخنيوى وشو

author avatar
4 Oct 2015 - 16:20
په کابل ښار کې د دوو ځانمرګو بريدونو مخنيوى وشو
author avatar
4 Oct 2015 - 16:20

کابل (پژواک، ١٢ تله ٩٤): د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې د حقاني شبکې اړوند دوه ځانمرګي يې په کابل کې د ځانمرګي بريد له ترسره کولو مخکې نيولي دي.

د ياد رياست له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا کسان د ځانمرګو  بريدونو د ترسره کولو په موخه کابل ښار ته استول شوي وو.

سرچينه زياتوي چې دغو دوو بريدګرو هوډ درلود چې د کابل ښار په نهمه حوزه کې د ګمرکونو د ملي پوليسو پر روزنيز مرکز د رخصتۍ پر مهال بريد وکړي، خو د چاودېدونکو توکو له ځاى پر ځاى کولو وړاندې د ملي امنيت  رياست د منسوبينو له خوا په مخامخ نښته کې ووژل شول.

د ملي امنيت رياست وايي، وسله والو مخالفينو غوښتل چې يو ځل بيا په کابل ښار کې زړه بوږنوونکې پېښه رامنځته او لسګونه خلک په وينو او  خاورو ولمبوي چې د ملي امنيت منسوبينو يې مخنيوى وکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.