ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د روانې جګړې له امله ځينې ډاکټران تېښتې ته اړ شوي

کندوز کې د روانې جګړې له امله ځينې ډاکټران تېښتې ته اړ شوي

author avatar
4 Oct 2015 - 19:01
کندوز کې د روانې جګړې له امله ځينې ډاکټران تېښتې ته اړ شوي
author avatar
4 Oct 2015 - 19:01

تالقان(پژواک، ١٢ تله ٩٤): کندوز ولایت کې د روانې جګړې او په بې پولو ډاکټرانو د ناټو هوايي برید له امله یو شمېر ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي د دغه ولایت پرېښودو ته اړ شوي دي.

د کندوز د ولایتي روغتون یوه ډاکټر عبدالمنان، پژواک خبري اژانس ته وويل، دی او یو شمېر نور ملګري یې په کندوز کې د اخ و ډب د زیاتېدو له امله، له دغه ولایت څخه تښتېدلي دي.

ده زياته کړه، که حالت همداسې دوام وکړي، په دغه ولایت کې به یو ډاکټر هم پاتې نه شي او انساني غمیزه به رامنځ ته شي.

نوموړی وايي: ((موږ یو څو ډاکټران وو چې وتښتېدلو، نور څوک نه وو پاتې، اوس هم د روغتون مخې ته جګړه روانه ده؛ څوک نه پوهېږي چې ډاکټران بې طرفه دي، موږ له خطر سره مخامخ وو.))

د هغه په وينا، د جګړې روانه لړۍ او په بې پولو ډاکټرانو د ناټو له هوايي بریده وورسته، ډېر شمېر ډاکټران اندېښمن شول، خپل او د کورنیو ژوند یې له خطر سره مخ احساس کړل.

ځايي اوسېدونکي هم د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله اندېښمن دي او وايي، د جګړو له امله ډاکټران هم په خپلو کورونو کې پټ شوي او یا هم له دغه ولایت څخه تښتېدلي دي.

د کندوز يوه اوسېدونکی شجاع الدین، پژواک اژانس ته وويل، هره ورځ په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي؛ خو روغتیايي خدمتونه نه تر سترګو کېږي.

دى زیاتوي: ((روغتونونه له ټپيانو ډک دي، خو ډاکټران نشته، نرسان چاته نه رسېږي، ډېر شمېر ډاکټران خپل ژوند له لاسه ورکوي. وضعیت ډېر خراب دی.))

په همدې مهال د کندوز د عامې روغتیا رییس ډاکټر اسعد مختار مني، چې یو شمېر ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو خپلې دندې پرېښي او له دغه ولایت څخه تښتېدلي دي.

نوموړی یې لامل د جګړې دوام او د ډاکټرانو او د هغوی کورنۍ نه خونديتوب بولي.

د ده په خبره،، اوسمهال د نرسو یوه ډله د ټپیانو درملنه کوي او د ډاکټرانو یوه ډله له کابل څخه کندوز ته د رسېدلو په حال کې ده.

ډاکټر مختار وايي: ((یو شمېر ډاکټران له کندوز څخه تښتېدلي دي، ځکه چې کورنۍ یې له خطر سره مخ وه، موږ هڅه کوو چې کندوز ته له مرکز څخه روغتیايي کارکوونکي او ډاکټران راولو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.