ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د اچين له جګړې تښتېدلي داعشيان پر نورو سيمو د بريدونو پلان لري”

“د اچين له جګړې تښتېدلي داعشيان پر نورو سيمو د بريدونو پلان لري”

author avatar
5 Oct 2015 - 15:19
“د اچين له جګړې تښتېدلي داعشيان پر نورو سيمو د بريدونو پلان لري”
author avatar
5 Oct 2015 - 15:19

جلال اباد (پژواک، ۱۳ تله ۹۴): د ننګرهار د اچين ولسوال وايي چې له دې ولسوالۍ له جګړې تښتېدلي داعش وسله وال د کوټ، نازيانو او دُربابا ولسواليو کې د غلچکي بريدونو پلان لري.

د داعش وسله والو کابو دوه اوونۍ مخکې د لومړي ځل لپاره د اچين د عبدالخېلو په سيمه کې د امنيتي سرتېرو پر پوستو بريدونه پيل کړل چې تر اوسه پورې په ياده سيمه کې له حکومتي سرتېرو سره وخت ناوخت نښتې کوي.

يادې ولسوالۍ ته د امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد په مشرۍ افغان سرتېري د ملاتړي ځواک په توګه ورغلي او په سيمه کې يې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

د اچين ولسوال حاجي غالب مجاهد له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې لا هم په سيمه کې داعش وسله وال په دفاعي حالت کې دي او پر افغان سرتېرو خال خال ډزې کوي.

مجاهد وويل چې د مامندو او عبدالخېلو په سيمو کې له جګړې يو شمېر داعش وسله وال چې خارجيان هم په کې دي، د کوټ، نازيانو او دُربابا ولسواليو پر لور تللي.

ده زياته کړه: ((دوی غواړي په تکتيکي ډول په دغو ولسواليو کې غلچکي بريدونه وکړي، هدف يې دا دی چې په اچين کې زموږ د سرتېرو فکر بلې خوا ته واړوي خو موږ متوجه يو او په هره سيمه کې پوره سرتېري لرو.))

ولسوال يادونه وکړه چې د اچين په عبدالخېلو او نورو سيمو کې لا هم داعش وسله وال شته خو دوی يې پر وړاندې د سرتېرو پوستې اچولې دي.

غالب مجاهد وايي: ((د محلي پوليسو د تشکيلاتو لړۍ مې پيل کړې تراوسه مې ۵۰ سرتېري ګومارلي او په همدې کچه نور هم ګومارم څو  د سيمې په امنيت کې ونډه واخلي.))

ولسوال مني چې په سيمه کې د وروستيو جګړو له امله يو شمېر نورې کورنۍ هم بې ځايه شوي دي.

د شينوارو په زون کې د وروستيو نا امنيو له امله تر ۱۲ زره کورنۍ نورو سيمو ته بې ځايه شوې دي چې د چارواکو په وينا، د مرستو لړۍ ورته پيل شوې ده.

تر دې مخکې د ننګرها والي سليم خان کندوزي پژواک ته ويلي وو چې بې ځايه شوو سره تر  ۵۰۰۰ له زياتو بې ځايو شوو کورنيو سره د لومړنيو توکو مرستې شوې او د نورو سروې روانه ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.