ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې وزير: د ښوونکو ستونزو د هواري لپاره د حکومت ژمنې عملي کېږي

د پوهنې وزير: د ښوونکو ستونزو د هواري لپاره د حکومت ژمنې عملي کېږي

author avatar
5 Oct 2015 - 20:30
د پوهنې وزير: د ښوونکو ستونزو د هواري لپاره د حکومت ژمنې عملي کېږي
author avatar
5 Oct 2015 - 20:30

کابل (پژواک ١٣ تله ٩٤): د پوهنې وزير، د هېواد په کچه د ٥٠٠ ښوونځيو له تړل کېدو او د پوهنې په برخه کې د پراختيايي پروژو لپاره د پوره پيسو له درلودلو خبر ورکړى او ويلي يې دي، چې د ښوونکو ستونزو د حل لپاره د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د تعديل په حال کې دى.

د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي، دغه څرګندونې نن په هغو مراسمو کې چې د کابل په رابعه بلخي لېسه کې د سلګونه ښوونکو او زده کوونکو په ګډون د ښوونکي ورځې په مناسبت تر سره شول، څرګندې کړې.

د اکټوبر پنځمه، چې د تلې مياشتې له ١٣مې نېټې سره برابره ده، د ښوونکي نړيواله ورځ ده. دا ورځ هر کال په افغانستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

بلخي په دغو مراسمو کې ښوونکو ته په خطاب کې وويل، معلمي تر ټولو غوره، سپېڅلې او له وياړه ډکه دنده ده او له بلې کومې چوکۍ سره هېڅ وخت هم د پرتله کولو او معاوضې وړ نه ده.

نوموړي زياته کړه: "د ښوونکي د ورځې نمانځنه، په حقيقت کې له پوهې، رڼا، ارامۍ، اخلاقو او معنويت څخه نمانځنه ده او له همدې امله ده، چې پوهو ملتونو تل خپل ښوونکي نمانځلي او دوى ته ډېر درناوى لري."

د پوهنې وزير ژمنه وکړه، چې د ښوونکو د ژوندانه وضعيت د ښه والي لپاره به له هېڅ ډول هلو ځلو ډډه ونه کړي او ټولې ژمنې به پلې کړي.

هغه وويل، په پوهنې وزارت کې شاوخوا لس زره خالي بستونه شته او دغه راز په ټول هېواد کې د ښوونکو ګومارنې هم روانې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به پاى ته ورسېږي.

هغه څرګنده کړه، چې د پوهنې وزارت د ظرفيتونو د لوړوالي، د ښوونځيو د رغولو او بيارغونې، د توکو او د ښوونځيو د اړتيا وړ تجهيزاتو د پېرودلو لپاره ډېره بوديجه لري، چې د اړتيا پر مهال به ترې ګټه پورته شي.

د يادولو ده، چې د کابل په ګډون د هېواد په ١٩ ولايتونو کې لسګونه ښوونځي د روان کال د غبرګولي په مياشت کې تړل شوي او سلګونه ښوونکو د معاشونو او د دوى د امتيازاتو د کموالي په موخه په کاري اعتصاب لاس پورې کړى وو، چې د پوهنې وزير له لوري له ژمنې وروسته يې اعتصاب پاى ته ورساوه.

ښوونکو به له دې وړاندې ترفېع کوله، خو اوسمهال د بست موضوع رامنځ ته شوې او له کله راهيسې چې يو ښوونکى په څلورم او يا پنځم بست کې استخدام او ګومارل کېږي، نو شپږ ګامه ترفېع کولى شي او له هغه وروسته بيا نور مخ ته نه شي تللى.

د پوهنې وزير د نن ورځې په مراسمو کې وويل، په دې برخه کې په خپلو ژمنو ټينګ ولاړ دى.

د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي څرګنده کړه، چې په درسي ساعتونو کې کمښت راغلى او ښوونکو ته د ځمکو د نومرو وېش روان دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.