ښرنه (پژواک،١٣تله ٩٤): د پکتيکا ولايت په زرغون ښار ولسوالۍ کې د ٢٢ ميليونو افغانيو په لګښت يوه لېسه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د پکتیکا د پوهنې رييس کوچي ځاځي د تلې په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه لېسه د شپږو مياشتو په موده کې د ٢٢ ميليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده، چې ١٢ درسي او څلور اداري خونې لري.
هغه زياته کړه: ((دا لېسه د شپې لېسه ده او د هغو کسانو لپاره جوړه شوې، چې زده کړې يې په نيمايې کې پاتې او يا هم د ورځې له مخې زده کړو ته وخت نه لري.))
د ده په وينا، په دې لېسه کې په يوه وخت کې د زرو په شاوخوا کې زده کوونکي زده کړې کولاى شي او ماليې لګښت يې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري ورکول شوې ده.
د زرغون ښار اوسېدونکي محمد اياز، پژواک ته وويل چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به په دې ولسوالۍ کې د ښوونې او روزنې بهير نور هم چټک شي.
دى وايي: ((د ټولو هغو کسانو درسونه چې په نيمايي کې پاتې دي، کولاى شي له دې زرين چانس نه استفاده وکړي.))
د زرغون ښار ولسوالۍ قومي مشر ضابط زرخان پژواک ته وويل، تر دې وړاندې د دې لېسې زده کوونکو تر شنه اسمان لاندې په سختو شرایطو کې زده کړې کولې، خو د دې ودانۍ په جوړېدو سره به يې ستونزې حل شي.
پکتيکا ولايت ٣٦٠ ښوونځي لري، خو له دې شمېرې څخه اويا سلنه يې ودانۍ نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن