ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې ملکي وګړو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

سرپل کې ملکي وګړو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
5 Oct 2015 - 10:57
سرپل کې ملکي وګړو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
5 Oct 2015 - 10:57

سرپل (پژواک، ١٣ تله ٩٤): د سرپل په مرکز کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د نښتې پر مهال يو ملکي وګړى وژل شوى، يو ملکي کس او دوه پوليس ټپيان شوي دي.

په مشرانو جرګه کې د سرپل استازي محمدعظيم قوياش پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا اته بجې د سرپل د مرکز اړوند په اسردي، توغني او د دويمې امنيتي حوزې اړوند سيمو کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

هغه وايي چې نښتې نږدې يو ساعت دوام درلود.

ده وويل چې د نښتې پر مهال د ښار د "امام خورد" سيمې په يو کور کې د ٨٢ ملي متري توپ او په بل کور کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او بل ټپي دى.

دى وايي چې د دويمې امنيتي حوزې دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.

د سرپل د ولايتي شورا غړى اسدالله خُرم هم ياد بريد تاييدوي او وايي چې پر مهال يې د کندوز ښار د امام خورد په سيمه کې د طالبانو د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله يو عام وګړى وژل شوى او بل ټپي دى.

ده وويل چې طالبان د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او سيمه يې پرېښوده.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه له ولايتي چارواکو سره خبرې وکړو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

خو وسله والو طالبانو ويلي چې تېر ماښام يې د سرپل د مرکز اړوند په امام خورد سيمه کې د نيم ساعته نښتې پر مهال د دولتي ځواکونو يو ټانک ويجاړ کړى، څلور سرتېري يې وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.