مېمنه (پژواک، ١٣ تله ٩٤): طالبانو د فارياب پر مرکز مېمنې ښار بريد کړى، خو د يو شمېر قوماندانانو په ګډون د لسګونه وسله والو په وژل کېدو سره شا تګ ته اړ شوي دي.
سيمه ييز چارواکي وايي چې دغه بريد پرون شپه شاوخوا ٨ بجې له څلورو لورو ترسره شوى چې لومړۍ، اتمې او نهمې ناحيو اړوند سيمو ته له ننوتلو وروسته له امنيتي ځواکونو سره د وسله والو طالبانو جګړه پيل شوه.
د فارياب د والي مرستيال عبدالستار بارز نن سهار پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبان د محبس تر اړوند سيمې پورې راغلي وو او هڅه يې کوله چې ځانونه محبس ته ورسوي او نور زندانيان ازاد کړي، خو بريالي نه شول.
هغه زياته کړه: "طالبانو پلان درلود چې د کندوز ښار پروګرام په مېمنې کې هم عملي کړي، خو امنيتي ځواکونو بشپړ چمتووالى درلود او د سوق او ادارې واحدې قوماندانۍ شتون درلود او د ولسي ځواکونو په مرسته وسله وال ناکام شول."
بارز وايي چې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د شيخ ولي جان په نوم د وسله والو مخالفينو پاکستانى قوماندان هم وژل شوى دى.
د والي مرستيال وويل هڅه کوي چې د وسله والو طالبانو، دولتي او ولسي ځواکونو د مرګ ژوبلې کره شمېره ترلاسه کړي.
هغه زياته کړه چې طالبان د ميمنې له ښار شړل شوي او اوسمهال هم د امنيتي ځواکونو له لوري تعقيب کېږي.
د ملي امنيت يو کارکوونکى وايي چې پر مېمنې باندې د بريد پر مهال ٢٨ وسله وال وژل شوي چې په ياده ډله کې د حبيب الله په نوم د هغوى مهم قوماندان او د قانع په نوم د ٣٠٠ کسانو يو مشهور قوماندان هم شامل دي.
د هغه په وينا، دغه راز د وسله والو مخالفينو يو هاموې ټانک او درى رينجر موټر چې وسله والو تېره مياشت د المار په جګړه کې له دولتي ځواکونو نيولي وو، له منځه تللي دي.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ميمنې ښار د تورپاختوي سيمې اوسېدونکى فيروزالدين وايي چې دولت او وسله والو دواړو لوري له درنو او سپکو وسلو کار اخيست او جګړه تر سهاره پورې روانه وه؛ چې له امله يې د مېمنې اوسېدونکي ډېر اندېښمن وو.
هغه وويل، کېداى شي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن