ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د کرکټ  “سوپر٦” سيالۍ پاى ته ورسېدې

پکتيکا کې د کرکټ “سوپر٦” سيالۍ پاى ته ورسېدې

author avatar
5 Oct 2015 - 16:41
پکتيکا کې د کرکټ  “سوپر٦” سيالۍ پاى ته ورسېدې
author avatar
5 Oct 2015 - 16:41

ښرنه  (پژواک، ١٣ تله ٩٤): د پکتيکا ولايت د کرکټ په "سوپر٦" سياليو کې د عمران خېلو لوبډلې اتلولي خپله کړه.

يادې سيالۍ د پکتيکا د ٦٢ لوبډلو تر منځ د تلې په دريمه پيل شوې وې او نن يې پايلوبه د عمران خېلو او چکان لوبډلو تر منځ ترسره شوه.

د دغه ولايت د کرکټ بورډ استازي خانزاده شرنوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې پچه د چکان لوبډلې وګټله او د توپ وهلو پرېکړه يې وکړه.

ده زياته کړه، د چکان لوبډلې په ټاکل شوو پنځو اورونو کې ١٠٥ منډې جوړې کړې، خو د عمران خېلو لوبډلې په ٤،٣ اورونو کې ياد هدف پوره کړ.

د هغه په وينا، عمران خېلو لوبډلې د ياد هدف په پوره کولو سره وکولى شول د "سوپر٦" سياليو اتلولي خپله کړي.

نوموړى وايي، په دې وروستيو کې کرکټ په پکتيکا ولايت کې د پام وړ پرمختګ کړى، خو لوبغاړي د لوبو لپاره ځانګړى لوبغالى نه لري.

د عمران خېلو لوبډلمشر حسين پژواک ته وويل: ((زه ډېر خوشحاله يم چې موږ د لوبې اتلولي وګټله.))

هغه وايي، په دغه ولايت کې ځوانان د لوبې کولو ښې وړتياوې لري، خو اړين امکانات ورته نه دي برابر شوي.

ده زياته کړه: ((١٣کاله کېږي چې موږ لوبه کوو، نه د کرکټ ميدان لرو او نه هم د کرکټ اکاډمي؛ ټوله ورځ ځوانان په سپېرو خاورو کې لوبې کوي.))

د يادې پايلوبې نندارې ته سلګونه کسان هم راغلي وو.

يوه نندارچي سيدعباس پژواک ته وويل: ((که د پکتيکا ځوانانو ته د کرکټ امکانات برابر شي، ډېر ژر به وکولاى شي چې ملي لوبډلې ته لار پيدا کړي.))

نوموړي له اړوندو چارواکو وغوښتل چې د پکتيکا کرکټ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.