ښرنه (پژواک، ١٣ تله ٩٤): د پکتيکا ولايت د کرکټ په "سوپر٦" سياليو کې د عمران خېلو لوبډلې اتلولي خپله کړه.
يادې سيالۍ د پکتيکا د ٦٢ لوبډلو تر منځ د تلې په دريمه پيل شوې وې او نن يې پايلوبه د عمران خېلو او چکان لوبډلو تر منځ ترسره شوه.
د دغه ولايت د کرکټ بورډ استازي خانزاده شرنوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې پچه د چکان لوبډلې وګټله او د توپ وهلو پرېکړه يې وکړه.
ده زياته کړه، د چکان لوبډلې په ټاکل شوو پنځو اورونو کې ١٠٥ منډې جوړې کړې، خو د عمران خېلو لوبډلې په ٤،٣ اورونو کې ياد هدف پوره کړ.
د هغه په وينا، عمران خېلو لوبډلې د ياد هدف په پوره کولو سره وکولى شول د "سوپر٦" سياليو اتلولي خپله کړي.
نوموړى وايي، په دې وروستيو کې کرکټ په پکتيکا ولايت کې د پام وړ پرمختګ کړى، خو لوبغاړي د لوبو لپاره ځانګړى لوبغالى نه لري.
د عمران خېلو لوبډلمشر حسين پژواک ته وويل: ((زه ډېر خوشحاله يم چې موږ د لوبې اتلولي وګټله.))
هغه وايي، په دغه ولايت کې ځوانان د لوبې کولو ښې وړتياوې لري، خو اړين امکانات ورته نه دي برابر شوي.
ده زياته کړه: ((١٣کاله کېږي چې موږ لوبه کوو، نه د کرکټ ميدان لرو او نه هم د کرکټ اکاډمي؛ ټوله ورځ ځوانان په سپېرو خاورو کې لوبې کوي.))
د يادې پايلوبې نندارې ته سلګونه کسان هم راغلي وو.
يوه نندارچي سيدعباس پژواک ته وويل: ((که د پکتيکا ځوانانو ته د کرکټ امکانات برابر شي، ډېر ژر به وکولاى شي چې ملي لوبډلې ته لار پيدا کړي.))
نوموړي له اړوندو چارواکو وغوښتل چې د پکتيکا کرکټ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن