ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز څه باندې ٦٠٠ کورنۍ بدخشان ته کوچېدلې

د کندوز څه باندې ٦٠٠ کورنۍ بدخشان ته کوچېدلې

author avatar
6 Oct 2015 - 12:54
د کندوز څه باندې ٦٠٠ کورنۍ بدخشان ته کوچېدلې
author avatar
6 Oct 2015 - 12:54

فيض اباد (پژواک، ١٤ تله ٩٤): په کندوز کې د جګړې له امله څه باندې ٦٠٠ کورنۍ بدخشان ولايت ته بېځايه شوې او د ګڼو هغو لپاره يې مرستې وېشل شوې، خو بې ځايه شوې کورنۍ دا مرستې کمې بولي او خپلو کورونو ته د ستنېدو غوښتونکي دي.

د بدخشان د سرې مياشتې سرپرست رحمت الله وايي چې  د دغو کورنيو ډېر شمېر د بدخشان په مرکز کې تر خېمو لاندې  او پاتې يې د خپلو خپلوانو په کورونو کې ژوند کوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې کورنۍ بېړنيو مرستيو ته اړتيا درلوده او سرې مياشتې د خېمه مېشتو په ګډون ٢٠٠ کورنيو ته د خوراک او پوښاک ١٢ بېلابېل توکي وېشلي دي.

د ده په خبره، د څه باندې سلو کورنيو لپاره هرې کورنۍ ته ٢٤ کيلو وريژې، ١٠ کيلو لوبيا، پنځه کيلو بوره، پنځه لېتره غوړي، دوه کيلو چاى او ٩٠ نورو کورنيو ته فاميلي کڅوړې، د پخلنځي او روغتيايي توکي، کمپلې، ګاز ډبې او ترپالونه ورکړل شوي دي.

د بدخشان ولايت د کمېسيون له خوا شوې سروې څرګندوي چې د کندوز د جګړې له پيله تر اوسه پورې څه باندې ٦٠٠ کورنۍ فيض اباد ښار ته بېځايه شوې دي.

خو بې ځايه شوي خلک ورسره شوې مرستې کمې بولي او ټينګار کوي چې د سيمو امنيت يې دې ونيول شي چې بېرته کورونو ته ستانه شي.

نذر مزار چې د کندوز ښار له کارته فيض اباد سيمې فيض اباد ښار ته بې ځايه شوى، وايي: ((زموږ وضعيت ښه نه دى، دا لومړى مرسته ده چې ترلاسه مو کړه، دولت بايد امنيت راولي چې کورونو ته ستانه شو.))

هغه چې د لس کسيزې کورنۍ سرپرست دى، زياتوي چې طالبانو د کندوز د نيولو پر مهال دوى کډه کړل، کور په کور يې د خلکو تلاشي او ځورونه پيل کړه.

وسله والو طالبانو کندوز ښار د تلې په شپږمه ونيو او له دريو ورځو وروسته د دولتي ځواکونو په عملياتو کې ترې بېرته ونيول شو خو لا هم د کندوز ښار په ځينو برخو کې طالبان فعال دي او د خلکو له کورونو له امنيتي ځواکونو سره جګړه کوي.

د عبدالاحمد په نوم يوه بل بې ځايه شوي وويل چې طالبانو په کندوز ښار کې کورونه ويجاړ کړي اوحتى پر ښځو يې تېرى کړى دى.

د ځايي چارواکو په خبره، د کندوز له جګړې څه باندې شپږ زره کورنۍ تخار، شاوخوا ٢٥٠ کورنۍ بدخشان، سل کورنۍ سمنګانو او سلګونه نور کسان مزارشريف ته تللي او په ناوړه وضعيت کې مرستو ته بېړنۍ اړتيا لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.