ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په بدخشان کې د ١١ سرتېرو مړي دولت ته وسپارل

طالبانو په بدخشان کې د ١١ سرتېرو مړي دولت ته وسپارل

author avatar
6 Oct 2015 - 11:39
طالبانو په بدخشان کې د ١١ سرتېرو مړي دولت ته وسپارل
author avatar
6 Oct 2015 - 11:39

فيض اباد (پژواک، ١٤ تله ٩٤): د بدخشان په وردج ولسوالۍ کې د ملي اردو او پوليسو ١١ مړي سيمه ييزو مخورو ته وسپارل شول.

وسله والو طالبانو د تلې مياشتې په نهمه نېټه وردوج ولسوالي ونيوه او تر اوسه هم د هغوى تر واک لاندې ده.

د بدخشان د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي اردو د ١١ سرتېرو مړي د سيمه ييزو سپين ږيرو په منځګړيتوب امنيتي ځواکونو ته سپارل شوي دي.

سرچينې زياته کړه چې دا سرتېري  د طالبانو له خوا د وردوج د نيولو پر مهال پر ډزو وژل شوي دي.

خو د بدخشان ولايتي شورا منشي احمد جاوېد مجددي وايي چې طالبانو د وردوج ولسوالۍ د نيولو پر مهال دغه امنيتي ځواکونه يرغمل کړي وو او وروسته يې وژلي دي.

هغه پژواک ته وويل چې د دغو سرتېرو مړي چې د ملي اردو او عامه نظم پوليسو سرتېري په کې شامل دي، طالبانو په يوه ساحه کې پټ کړي وو چې خلکو او سيمه ييزو  مخورو وموندل او ملي اردو ته يې وسپارل.

مجددي زياته کړه، د دغو سرتېرو مړي چې د بېلابېلو ولايتونو وو، نن په الوتکه کې کابل ته ولېږدول شول.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د وردج ولسوالۍ د جګړې په ډګر کې د ١٩ سرتېرو پاتې شوي مړي  يې د ځايي سپين ږيرو په منځګړيتوب دولت ته سپارلي دي.

هغه ادعا وکړه چې د بهارک ولسوالۍ په يخشير سيمه کې د طالبانو په بريد کې ١١ اربکيان له خپل قوماندان سره وژل شوي دي.

خو د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام سخي حيدري د طالبانو دا ادعا بې بنسټه بولي او وايي چې طالبانو تېره شپه د بهارک په ملنګ اب سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره نښته کړې چې درى طالبان په کې وژل شوي او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى.

د بهارک ولسوالي د تلې مياشتې په لسمه شپه د طالبانو لاس ته ورغله او د شپې په سهار بېرته ترې ونيول شوه. د کورنيو چارو زارت  په خپره، د طالبانو نمول شوى والي فصيح الدين په هوايي بمبار کې له خپلو ٤٠ ملګرو سره په دې ولسوالۍ کې وژل شو، خو طالبانو د خپل والي وژنه رد کړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.