ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز ښار کې يو مارکېټ او دوه بانکونه سوځېدلي

په کندوز ښار کې يو مارکېټ او دوه بانکونه سوځېدلي

author avatar
6 Oct 2015 - 17:44
په کندوز ښار کې يو مارکېټ او دوه بانکونه سوځېدلي
author avatar
6 Oct 2015 - 17:44

کندوز (پژواک، ١٤ تله ٩٤): د کندوز ولسي سرچينې او ولايتي شورا وايي، نن په کندوز کې يو سوداګريز مارکېټ او دوه خصوصي بانکونه  سوځېدلي او طالبانو ځينې سيمې بېرته نيولې دي، خو امنيتي چارواکو د ساحو نيول رد کړي دي.

د کندوز ولايتي شورا مرستيال امرالدين ولي وايي، د ننيو نښتو پرمهال د عزيزي سوداګريز مارکېټ او باختر او غضنفر بانکونه سوځېدلي دي.

هغه چې د کندوز ښار له سردورې سيمې نه يې پژواک خبري اژانس سره خبرې کولې، وويل چې موکلين يې هره شېبه له لوږې، دربدرۍ او انساني ناورين څخه خبردارى ورکړى، خو هېڅوک يې نه اوري او نه يې غم خوري.

د ولايتي شورا مرستيال زياته کړه: ((د خداى لپاره! امنيتي ځواکونو ته شرم دى چې کم شمېر طالبان پراخې ساحې نيسي، خو د جګړې د ناسم مديريت له امله کندوز د جګړې په اور کې سوځېږي او خلک تباه شول.))

د ولي په خبره، طالبان له سهاره تر اوسه د امام صاحب بندر، سه درک، خان اباد بندر، خيابان واټ، ازادي واټ، چوک، ولايت مقام او امنيه قوماندانۍ ته نږدې سيمې نيولې دي.

د کندوز ښار يوه اوسېدونکي وسيم وويل چې د کندوز خلک ترخې او سختې ورځې تېروي، ټول شته يې لوټل شوي، در په در خاورې په سر دي.

هغه وويل، سيمه ييز چارواکي مرکز ته ناسم معلومات وړاندې کوي، په داسې حال کې چې د کندوز ښار وضعيت ډېر د اندېښنې وړ دى.

د دې ښاري په خبره، له سهاره تر اوسه د ښار په منځ کې نښتې روانې دي او طالبانو ځينې ساحې تر خپل واک لاندې راوستلې دي.

خو د کندوز امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني وويل چې امنيتي ځواکونه په نيول شوو سيمو کې مېشت دي او کومه امنيتي اندېښنه نشته.

هغه ومنله چې لا هم د  ښار په بېلابېلو سيمو کې خال خال نښتې روانې دي، خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.

امنيتي ځواکونو دوې ورځې وړاندې د بالاحصار، ولايت مقام، امنيه قوماندانۍ، د ښار چوک، ملي امنيت رياست او نور... له طالبانو چاڼ کړل او عيني شاهدان وايي، طالبان لا هم د استوګنې په کورونو کې مورچلې لري او له هغه ځايه نښتې کوي.

د ويلو ده چې امنيتي ځواکونو تېره ورځ ويلي وو، چې د کندوز ښار وضعيت نن د تېرې ورځې په پرتله يو څه ښه دى او ګڼ شمېر هټۍ پرانېستل شوې، خو خلک سخت اندېښمن دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.