ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي ځواکونو په کندوز کې پرمختګ کړى

امنيتي ځواکونو په کندوز کې پرمختګ کړى

author avatar
7 Oct 2015 - 11:07
امنيتي ځواکونو په کندوز کې پرمختګ کړى
author avatar
7 Oct 2015 - 11:07

کندوز (پژواک، ١٥ تله ٩٤): سيمه ييز چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو تېره شپه په کندوز ښار کې يو څه پرمختګ کړى او د نښتو پر مهال لسګونه وسله وال مخالفين وژل شوي، خو کندوز ښاريان د ښار د بشپړ چاڼ غوښتونکي دي.

د کندوز ولايتي شورا مرستيال امرالدين ولي وايي چې امنيتي ځواکونو تېره شپه د امام صاحب بندر، خان اباد بندر، کابل بندر، خيابان واټ، مرکزي چوک، د پوليسو لومړۍ حوزه،  امنيه قوماندانۍ او ولايت نږدې ودانۍ نيولې دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبان تېره ورځ دغو سيمو ته ور ننوتلي وو او د معلوماتو له مخې، د تېرې شپې په نښتو کې ٣٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٢ نور نيول شوي دي.

د ولايتي شورا مرستيال زياته کړه چې اوسمهال (نن سهار) طالبانو د خاکني، چرخاب، انګورباغ، زير بالاحصار او نورو سيمو ته شاتګ کړى او نښتې درېدلي دي.

ولي وايي چې لا هم عمليات ډېر په ځنډ سره مخې ته ځي او امنيتي ارګانونه بايد ژر تر ژره طالبان له ښاره وباسي.

کندوز ښاريان وايي، لس ورځې کېږي چې د جګړې په اور کې سوځي او اړينه ده چې کندوز ښار له ځنډ پرته له وسله والو مخالفينو چاڼ شي.

دوى وايي چې طالبان د خلکو په کورونو کې ځاى پر ځاى شوي، له شا يې اکمال او تجهيز کېږي، خواړه ورته راوړل کېږي او تر څو چې د هغوى اکمالاتي لارې نه وي بندې شوې او د استوګنې کورونه چاڼ نه شي، نو جګړه به روانه وي.

د امام صاحب بندر اوسېدونکي نعمت الله وويل: ((سختې ورځې تېروو، هره شېبه د ښار د چاڼولو په تمه يو، خو د عملياتو ناچټک پرمختګ ناهيلي کړي يو.))

هغه زياته کړه چې طالبانو لا هم د ښار په ځينو برخو لکه ازادي واټ، سه صد فاميلي، مال بازار او خواجه مشهد نواباد سيمو کې ليدل کېږي.

خو د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سرور حسيني امنيتي ځواکونو تېره شپه پرمختګ کړى او طالبانو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. ده زياته کړه چې په دې اړه به نور جزئيات وروسته  رسنيو ته نور معلومات ورکړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د تېرو دوو شپو نښتو په ترڅ کې د کندوز ښار د سترو سوداګريزو مارکېټونو هټۍ او دوه شخصي بانکونه سوځېدلي او خلکو ته يې درانه زيانونه اړولي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.