ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولايتي شورا د غړو ساتونکو د جوزجان څارنوالۍ مشر وهلى

د ولايتي شورا د غړو ساتونکو د جوزجان څارنوالۍ مشر وهلى

author avatar
7 Oct 2015 - 14:13
د ولايتي شورا د غړو ساتونکو د جوزجان څارنوالۍ مشر وهلى
author avatar
7 Oct 2015 - 14:13

شبرغان (پژواک، ١٥ تله ٩٤): د جوزجان د څارنوالۍ مشر ادعا  کوي چې د ولايتي شورا د مشر او غړو د وسله والو له خوا وهل شوى او د دغه عمل په غبرګون  کې د څارنوالۍ دروازه هم  تړل شوې ده.

حفيظ الله خالقيار وايي چې تېره ورځ د شورا مشر د شورا له ځينو غړو او لسګونو وسله والو سره د ده دفتر ته ور ننوت، غوښتل يې چې خپلې ناحقه او غير قانوني غوښتنې عملي کړي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سياسي بنديانو ته د رخصتۍ د اجازې ورکړه او د ځينو جنايي بنديانو خوشي کول، چې وژنې يې کړې، د هغوى له غوښتنو څخه دي.

د خالقيار په خبره، ولايتي شورا څه موده وړاندې له څارنوالۍ څخه يو مجرم هم تښتولى و.

د جوزجان د څارنوالۍ مشر ادعا کوي چې د شورا مشر او د هغه وسله والو ده ته لاس ور اچولى، په لغتو او کونداغونو يې وهلى او کله چې بې هوښه شو، نو له دفتره ووتل.

هغه چې اوس اوس له روغتون نه رخصت شوى او په امنيې قوماندانۍ کې يې خبرې کولې، زياته يې کړه چې وسله والو کسانو د څارنوالۍ ساتونکي هم وهلي ډبولي دي.

د څارنوالۍ دروازه د دغه کار په غبرګون کې د اعتراض په توګه بنده شوې او کار کوونکي يې وايي، تر هغو چې له کابل څخه د سترې محکمې له خوا حقيقت موندونکى پلاوى رانه شي، خپل کاري اعتصاب ته به دوام ورکړي.

د ولايتي شورا مشر مولوي عبدالحى حيات او نورو غړي په دفتر کې نه وو او خبرو ته حاضر نه شول.

خو د ولایتی شورا مشر مولوی عبدالحی حیات وايي چې د څارنوالۍ له مشر سره يې يواځې لفظي شخړه کړې او لامل يې دا و چې د يوه مکتوب د څېړنې لپاره د څارنوال دفتر ته تللى و.

هغه پژواک ته وويل: ((څارنوالۍ دا مکتوب د ولايت په نامه صادر کړى و چې که چېرې پر څارنوالۍ بريد وشي، نو ولايتي شورا به يې مسووله وي، زه او د شورا غړي ورغلي وو چې دا موضوع وڅېړو، په همدې کې مو تر منځ لفظي شخړه رامنځته شوه.))

د ولايتي شورا مشر د څارنوال دفتر ته د ساتونکو ننوتل، د څارنوال وهل ډبول او د بنديانو د خوشي کېدو  غوښتنه رده کړه او زياته يې کړه چې ځيني کسان غواړي د ادارو تر منځ فضا خړه پړه کړي، خو د چا نوم يې ياد نه کړ.

د جوزجان مرستيال والي عبدالرحمن محمودي وايي چې د ولايتي شورا او څارنوالۍ د مشرانو تر منځ ستونزه يې څېړلې، خو کومه د پام وړ خبره يې نه ده پيدا کړې او دواړه خواوې سره پخلا شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.