ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سپينه ماڼۍ: په افغانستان کې د سرتېرو پر کميت له هر اړخيز غور وروسته پرېکړه کوو

سپينه ماڼۍ: په افغانستان کې د سرتېرو پر کميت له هر اړخيز غور وروسته پرېکړه کوو

author avatar
7 Oct 2015 - 12:49
سپينه ماڼۍ: په افغانستان کې د سرتېرو پر کميت له هر اړخيز غور وروسته پرېکړه کوو
author avatar
7 Oct 2015 - 12:49

واشنګټن (پژواک، ١٥ تله ٩٤): سپينه ماڼۍ وايي چې ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د سرتېرو د پرېښودو او اوږ‌ودمهاله ستراتيژۍ په اړه پرېکړې د دغه هېواد حالاتو ته په کتلو سره د خپلو پوځي قوماندانان د مشورو په رڼا کې کوي.

بارک اوباما تېر کال اعلان کړى و چې د ٢٠١٦ کال په پاى کې به ټول امريکايي سرتېري له افغانستانه وباسي او يواځې زر سرتېري به د امريکا سفارت د امنيت لپاره په کابل کې پرېږدي.

د هغه تر دغه اعلان وروسته سپينې ماڼۍ او نورو امريکايي چارواکو بار بار ويل چې په دې اړه د ولسمشر پرېکړه وروستۍ ده او په کې کوم بدلون نه راځي.

خو څو ورځې مخکې امريکايي رسنيو د ځايي پوځي چارواکو په حواله خبر ورکړى و چې اوس د ولسمشر بارک اوباما دريځ کې بدلون راځي او کېداى شي تر ٢٠١٦ کال وروسته هم د ٥ او ٧ زرو تر منځ سرتېري په افغانستان کې پرېږدي.

د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د راتلونکي شتون او اوږودمهاله ستراتيژۍ په اړه مشورې روانې دي او په دې اړه پرېکړو ته له بېلابېلو اړخونو کتل کېږي.

هغه زياته کړې: ((لومړى د افغانستان حالاتو ته کتل کېږي، دغه راز تر اوسه په دغه هېواد کې د امنيت په اړه څومره پرمختګونه شوي، کوم ګواښونه پاتې دي، امريکا له دې وروسته له افغانانو، له افغان حکومت او افغان ځواکونو سره کوم ډول مرستې کولى شي؟))

د سپينې ماڼۍ وياند وايي چې ولسمشر اوباما به د خپلو پوځي قوماندانانو د وړانديزونو او د افغانستان په اړه پورته يادو څرګندونو ته په کتو سره پرېکړه وکړي.

د هغه په وينا، ولسمشر به په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل وړانديزونو ته هم ډېر اهميت ورکړي.

تر دې مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي چې جان کمپبل سپينې ماڼۍ ته وړانديز ورکړى چې تر ٢٠١٦ کال وروسته په افغانستان کې اوه زره سرتېري پرېږدي.

نوموړي پرون د امريکا د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو د يوه کمېسيون پر وړاندې هم په دې اړه څرګندونې کړې دي.

جوش ارنسټ ويلي چې په دې اړه به امريکا له خپلو ناټو متحدينو سره هم مشورې وکړي او د هغوى پر وړانديزونو هم غور کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.